<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2005-03-27 18:56:08    
په نړۍ کی تر ټولو لوی بازار

cri

ګرانو اورېدونکو، زمونږ نړۍ يوه داسی نړۍ ده چه هره سيمه او هر هېواد يی رنګارنګ کلتور، ډول ډول کړه وړه او په زړه پوری راکړه ورکړه لری چه دا ټول په مختلفو سيمو او هېوادونو کی ځانګړی رانګ کی تاسو ته په نړۍ کی تر ټولو لوی بازار په هکله معلومات وړاندی کړو٠ د ترکيی په استانبول کی د اياصوفيی د لويې کليسا ، د ابی جومات او د توپ کاپ شاهي ماڼۍ په شمول د تاريخی ځايونو نه پرته ، يو داسی سرتړلي بازار هم شته چه په نړۍ کی تر ټولو لوی بازار ګڼل کيږی٠

د سلطان احمد سيمه د ترکيی د استانبول په ښارکی يوه داسی سيمه ده چه ډير تاريخی ځايونه پکی پراته دی او په دې سيمه کی يو داسی سرتړلي بازار ليدل کيږي چه په نړۍ کی تر ټولو لوی بازار دی او ډير اوږد تاريخ لری٠ په نوموړي بازار کی څه دپاسه څلور زره دکانونه ، څلويښت مارکيتونه ، څلور شپېته واټونه او څه نا څه دوه زره دوه سوه کوټې شته ، مساحت يی دری لکو مربع ميترو ته رسيږی او يو سلو پنځوس زره کسان پکی کار کوی٠

د دکانونو نه پرته ، جومات ، د ترکيی د سونا حمام ، قهوه خانې ، رستورانونه ، پوستخانې ، بانکونه او حتی کلينيک او پوليسی اداره هم پکي شته ، نو دغه بازار لکه يوه خپلواکه ټولنه ده٠ په تيرو پنځه سوو کلونو کی په دي سرتړلي بازار کي د اورلګيدو نهه پيښې رامنځته شوي او څو څو ځله ترميم شوي ، دغه راز د نوموړي بازار په شاوخوا کي دوولس سختې زلزلې هم پيښې شويدي .

په دې بازار کی د جواهرو د پلورلو واټ تر ټولو نه لوي دی او د جواهرو د مغازې په وړاندي مزدوران په بيلا بيلو ژبو د مشتريانو هرکلی کوی٠ له دي امله چه په وروستيو کلونو کی چينايی توريستان پر له پسی زياتيږي ، ځيني مزدوران کولي شي چه په غير معياری چينی ژبه له چينی توريستانو سره خبری اتری وکړي٠

د دې سرتړلي بازار ساختماني شکل لا تر اوسه په بشپړ او ښه ډول د عثمانی دوری د زمانې رنګ ساتلی دی ٠ مثلا د چينې حوض له ګرانيت څخه جوړ شوي او رنګارنګ لاسي شيان په دي بازار کي خرڅيږي ٠ د ابتدايي احصايي لمخې هره ورځ له دوو لکو پنځوسو زرو نه تر څلورو لکو تنوپوري مشتريان د شيانو د اخيستلو او د سيل دپاره دي بازار ته ځي ، پرته له دي نه په دې بازار کي د سرو زرو د معاملاتو لومړي لوي مرکز هم پروت دی او نوموړی مرکز د ترکيي د ټول هيواد د سرو زرو نرخ کنترولوي ٠

ګرانو اوريدونکو ، همدااوس مو په نړۍ کي د لومړي لوي بازار په باب يو لړ په زړه پوري معلومات واريدل ٠ هيله ده چه پروګرام مو خوښ شوی وی او له اوريدو څخه يی مننه کوو، شپه مو په خير٠