<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2005-03-27 19:47:10    
بيلتون

cri

بيلتون

دا چــــــه راتــــــــــه راسي دجـــــــــــــنون هيلي

څـــــــيري مي ګريـــــوان کي د مجــــنون هيلي

ســـــــــــــټرئ مي هـــوس سي پرهارونه خوري

بـــــــل چه راتــــــه اور کي د ژونـــــدون هــيلي

هجر سي لـــــــــمرين څاڅــکئ تصوير نيسي

ميـــــــــنه کي چـــــــــه راسي د بدلــــــون هيلي

وصـــــــل سي اغـــــــزي سي بيا زخـمونه سي

يار چـــــه پر زړه راوړي د ټــــــــرون هــــــــــيلي

زړه ته مـــــــــي ناسور سي ارمانـــــــــــونه سي

ژوند تــــــــــــــــه چه تحفه سي د بيلتون هيلي

مــــــرګــــه ! حــــــــــــــــــيدري به هسي وتښتي

بخت که ورته راوړي د پــــرون هيـــــــلې