<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2005-03-28 16:22:28    
بين المللی شرکتونه په فعاله توګه په چين کښی څيړونکی سازمانونه جوړوی .

cri

له تازه تحقيقاتو څخه څرګنديږی چه تر اوسه پوری په نړۍ کښی بين اللملی شرکتونو په چين کښی څه د پاسه اوه سوه څيړونکی سازمانونه جوړ کړی دی ، دغه سازمانونه د الکترون ، طب او دارو درملو او کيميا په شمول څو ساحو پوری اړه لری . اړوند شخصيت وويل چه وروسته تر هغه چه په چين کی فابريکی او دتوليداتو دخرڅولو شبکه جوړه شوی . مخ په زياتيدونکی بين المللی شرکتونه په چين کی د څيړونکو سازمانونو جوړول دخپلو تصديو د انکشافی ستراتيجۍ د يوی مهمی برخی په توګه ګڼی او په دی برخه کښی يی زياتی پانکی اچولی دی .

د نوفونورديسک شرکت چه مقر يی د ډنمارک په کوپن هاګن کښی دی ،د قند د ناروغۍ دتداوی دپاره د دارو درملو د توليدولو تر ټولو نه لويه تصدۍ ده . تير کال دغه شرک د څيړنی خپل يوازنی خارجی مرکز دچين په مرکز بيجينګ کښی جوړ کړی دی . په بيجينګ کی دنوموړی شرکت د څيړونکی مرکز عمومی مدير ډاکتر وانګ باو پينګ زمونږ د راډيو خبريال ته وويل چه لا د تيری پيړۍ په شپږمه لسيزه کښی د نوفونورديسک توليدات دچين بازارونو ته داخل شوی وو او د يوولسوکالو نه مخکښی يی په چين کښی فابريکه جوړه کړی وه . هغه وويل چين د نوفونورديسک يو ډير مهم بازار دی . نوفونورديسک دقند دناروغۍ دتداوی دپاره دچين داعيی ته ډيره پاملرنه کوی ، اوس په چين کښی د دغه ډول ناروغانو شمير په ښکاره توګه زيات شوی دی . د نوفونورديسک د څيړونکی مرکز جوړول په

چين کښی داوږدی مودی د پانګه اچونی په برخه کښی د هغه يوه ژمنه ده .

د پراخو بازارونو نه پرته د پرمختلليو هيوادونو په نسبت د هغو پانګو لګښت تيټ دی کوم چه په چين کښی د څيړونکی سازمان د جوړولو په ترڅ کښی مصرف شوی دی ، خو د علمی څيړنو سويه يی د پرمختلليو هيوادونو په نسبت هـم ټيټه نه ده . دا د مخ په زياتيدونکو بين المللی شرکتونو له خوا په چين کښی د څيړونکو سازمانونو د جوړولو يو علت هم دی .دچين د تعليمی چارو د پر له پسی انکشاف سره سره د بااستعدادو کسانو هغه منابع چه څيړونکی مرکز ور ته اړتيا لری ،هم ورځ په ورځ غنی او زيات شوی دی .

دپراخو بازارونو او غنی علمی څيړونکو منابعو نه پرته د بين المللی شرکتونو دپاره د چين د حکومت له خوا د غوره شويو امتيازی پاليسيو په اثر دوی په چين کښی دخپلو څيړونکو کارونو د تطبيق اطمينان نور هم زيات کړی دی . د چين د خارجی اقتصاد او تجارت د پوهنتون پروفيسير شوانګ بی څوان وويل چين د بين المللی شرکتونو د څيړونکو سازمانونو په مقابل کښی مثبته او

تشويق ورکوونکی پاليسی غوره کوی او په چين کی د څيړونکو مرکزونود جوړولو په برخه کښی د بين المللی شرکتونو دپاره مناسبی اسانتياوی برابری کړی ، مثلا د مځکو او بااستعدادو کسانو د استعمالولو په برخو کښی دوی ته امتيازات ورکوی .

دا چه بين المللی شرکتونو په پر له پسی ډول په چين کی څيړونکی سازمانونه جوړ کړی ، د چين پر اړوندو ساحو باندی ښه اغيزه اچولی ده . دکار پوهانو وويل چه دچين د تصديو د څيړونکو سازمانونو په نسبت د بين المللی شرکتونو څيړونکی

سازمانونه د تجهيزاتو ،د پانکو د اچولو او د څيړونکو منابعو د تنظيم دپاره د طاقت په برخو کښی زيات تفوق لری . د فرانسی د پی ايس ای پيوجيوت سيتروين د ډلی عمومی مدير ښاغلی جان مارتين فولز وويل مونږ د وو هان په ښار کی څه د پاسه پنځه سوه تنه څيړونکی لرو ، زياترو څيړونکو د فرانسی په څيړونکی مرکز کښی د څو مياشتو او يا څو اوونيو دپاره روزنه او تربيه کړی ده ،څو چه ددوی تخنيکی څيړونکی طاقت لوړ شی .

په چين کی د بين المللی شرکتونو د چټک انکشاف په وړاندی اوس زياتو چينی تصديو دبشری قواو د منابعو داداری او د تصديو د اداری او کار په برخوکښی د بين المللی شرکتونو د کاميابو تجربو څخه زده کړه کړی او همدا راز يی دځانی تفوق څخه په استفادی سره د څيړونی په کارونو لاس پوری کړی دی .