زمونږ په ورځني ژوند کې کله کله داسي حالت رامنځ ته کيږي چه په ژمې کې که څه هم ماشوم ته ډيرې زياتې جامې اغوستل کيږي ، مګر لا هم ډير ساړه احساسوي ٠ د علمي څيړنې له مخې په حقيقت کې يخني نه ده چه په پوره توګهن د جامې په اتکا ليري کيداي شي ، د انسان له پاره د يخني د زغملو لياقت په بيلا بيلو عواملو پوري اړه لري چه په دي بهير کې ايودين او اوسپنه دوه کوچيني عنصر ډير مهم رول لري ٠ ايودين د انسان په بدن کې د انرژۍ په توګه د پروتين ، کار بو ها يدريټ ،غوړيو بدلون پرمخ وړي څو چه د انسان په بدن کې د تودوخۍ انرژۍ رامنځ ته شي او د يخني په وړاندي يي مقاومتي لياقت اوچت شي ٠ که چيري په بدن کې د اوږدي مودي له پاره ايودين کمبود ښکاري ، په بدن کې د يخني يه وړاندې مقاومت ټيټيږي ٠ ايودين په عمده توګه په مالګه او ځينو خوراکونو کې موجود دي ٠ لکه په بيلا بيلو سمندري پيدا وارو کې مثلأ سمندري ماهي او سمندري بنام او داسي نور چه کې د ايوديد مواد ډير زيات دي ٠مثلأ سمندري ماهي او سمندري خوراکي نباتات او داسي نور چه پکې ايودين ډير زيات موجود دي ٠ نو ځکه د يخني د مقاومت په هکله د ماشومانو د لياقت د اوچتولو له پاره بايد د سمندري پيدا وارونو څخه جوړ شوي خوراکونه دوي ته ورکړي شي ٠ پرته ايودين نه اوسپنه هم د انسان د روغتيا له پاره نه جلا کيدونکي کوچيني عنصر دي ٠ اوسپنه د انسان په بدن کې د ويني د جوړولو په هکله يو مهم اومه مواد ګڼل کيږي او په وينه کې داکسيژن د حمل ونقلو مهمه دنده په غاړه لري ٠ په بدن کې د تودوخۍ او انرژۍ په توګه د پروتين ، کار بو هايدريټ او غوړيو د بدلون په بهير کې زيات اکسيژن په کار دي ٠ نو که د ماشوم په خوراکونو کې اوسپنه کمه وي ، ماشوم به د اوسپنې د کمښت له امله د کم خوني په ناروغۍ اخته شي ٠ له بلې خوا په بدن کې د تودوخې او انرژۍ کمښت به د يخني په مقابل کې د ماشوم د زغملو لياقت ډير کمزور شي او له دي امله به په سړو وهلو او داسي نورو ناروغيو اخته شي ٠ نو ښه به دا وي چه په ژمي کې ماشوم ته د دي اجازه ورکړي چه زيات اوسپنه لرونکي خوارکونه وخوري لکه د پسه او غوايي غوښه ، ماهي ، هګۍ د شيدو څخه جوړ شوي خوراکونه او داسي نور څو چه د يخني په وړاندي د ماشومانو مقاومت اوچت شي ٠