<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2005-03-29 18:30:24    
د ښځو او ماشومانو د حقه حقوقو لپاره _ د م م د ماشومانو او کوچنيانو د صندوق د اجرايوی کميټی رييسی ميرمنی کارول بيلامی ته

cri

د م م د ماشومانو او کوچنيانو د صندوق د اجرايوی کميټی رييسه ميرمن کارول بيلامی د م م په موسسه کی له څو عالی رتبه ؤ ښځينه مامورينو څخه شميرل کيږی او تل يی د نړۍ هغو سيمو ته چه وسله والی نښتی کيږی ، سفرونه کړی دي او د ښځو او ماشومانو موضوع ته يی د زړه له کومی پام اړولی دی . د تيرې فبروری د مياشتی په ٢٨ نيټه په نيويارک کی د ملګرو ملتو په مقر کی هغی د چين د ښځو د ورځپاڼې له خبريالی سره مرکه وکړه .

ميرمن کارول بيلامی د م م د ماشومانو د صندوق په سازمان کی لس کاله کار کړی دی . د خپلو کاری تجربو د يادونی په ترڅ کی هغی په دی ټينګار وکړ چه ښځو د ټولنی د ترقی په ټولو ساحو کی خدمتونه سر ته رسولی او رسوی يی ، خو عمومأ دوی بی اهميته او تحقيروونکی ګڼل کيږی . ښځی د م م د ماشومانو د صندوق د کار لوی هدف دی ¸ ځکه چه دوی پر کورنيو او ماشومانو باندی زياته اغيزه لری . نو په دی وجه می د نوموړی صندوق داجرايوی کميټې د رييسی په توګه د کار په لسو کالو کی هره ورځ د ښځو او ماشومانو د حقوقو د ساتلو

موضوع راياده کړيده . د تيری پيړۍ د نهمی لسيزی نه راهيسی د وسله والو نښتو په اثر په مړه شويو کسانو کی په سلو کی ٩٠ بی ګناه خلک وو چه په دی جمله کی په سلو کی ٨٠ يی ښځی او ماشومان دي . د تيرو لسو کالو په اوږدوکی هغی زياتی پيښی ليدلی دی چه پر ښځو باندی تيری کول او د پاکو لمنو ښځو بی عفته کول د جګړی د يوی وسيلی په توګه استعمال شوی او ناوړه مقصد يی د دښمنۍ زياتول او د ټولنی د ګډوډ کول دي .

ميرمنی کارول بيلامی وويل چه بايد د بيلا بيلواړوندو هيوادونو له حکومتونو څخه قوی غوښتنه وکړی شی چه بايد خپل فوځيان دی اړکړی چه د ملګرو ملتو د سوله ساتونکو دندو د ترسره کولو په بهير کی د نظامی انضباط او دسپلين مراعات وکړی او بايد هغو ښځو او نجونو ته چه په وسله والو کشالو کی ددوی ناموس ته صدمه رسيدلی ، مرستی برابری کړی . بيلامی زياته کړه چه په تيرو څو کالو کی زه ډيرو هغو سيمو ته چه وسله والی کشالی موجودی دي ، لاړم او هلته ځينو ښځو او نجونو ما ته وويل چه دوی جرأت نه لری چه پر ځان باندی د تيری په هکله پيښی خپلو کورنيو غړو او داوسيدو ناحيی ته بيان کړی . په حقيقت کی د نړۍ د وسله والو نښتو او کشالو په بهير کی پر ښځو باندی د تيری او ددوی وقار ته د صدمه رسولو په اړه زرهاو پيښی منځ ته راغلی ، خو دغو پيښو ته دحکومتی سازمانونو توجه او پام ډير کم دی . مونږ ته معلوم نه دی چه چا نوموړی بدی او ناوړه پيښی جوړی کړی دي ؟ خو مونږ په دی ښه پوهيږو چه د دوی مشران او اړوند حکومتی ارګانونه دا توان لری چه د نوموړو ناوړو اعمالو د مخنيوۍ لپاره تدبيرونه ونيسی .

ميرمن کارول بيلامی د ملګروملتو د ماشومانو د صندوق د اجرايوی کميټې د رييسی په توګه د خپل ماموريت د ترسره کولو په موده کی نه يوازی خپلی سترګی هغو ساحو ته چه پر نننی ماشومانو باندی اغيزه لری ، نيولی ، بلکی د راتلونکی نسل په اړه ساحو ته يی هم پام اړولی دی . هغی تل نړيوال دی ټکی ته راويښ کړی چه بايدهيڅکله ماشومان هير نه کړی او ورسره دی مينه او پاملرنه وکړی . د هغی په نظر دا کار نه يوازی د ملګرو ملتو د ماشومانو په صندوق پوری اړه لری ، بلکی د ملګروملتو د بل هر سازمان لپاره د ګډی پاملرنی او توجه وړ هم دی .

د ملګرو ملتو د مقرراتو سره سم ، د نوموړی صندوق د اجرايوی کميټې د رييس د ماموريت موده منتهأ په دوو دورو يعنی لسو کالو کی پوره کيږی . نو په دی وجه څو مياشتی وروسته به ميرمن کارول بيلامی له اوسنی ماموريت څخه ګوښه شی . هغی وويل : زه ډيره خوشحاله يمه چه زما ځای ناستی به يوه ښځه هم وی .هغه د امريکی د کرنی د وزير دنده په غاړه درلوده او د يوی لويی موسسی مشره هم ده . شک نه شته چه هغه به په دغه کار کی ډيره تکړه وی .