<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2005-03-29 18:34:28    
په چين کی د ابتدائی او منځنيو ښوونځيو د زده کوونکو د روانی او ذهنی روغتيا روزنی تر زياتې توجه او پاملرني لاندي دي

cri

ګرانو اوريدونکو ، زيات شمير کسان دا نظر لری چه يوازی لويان په روانی او ذهنی ناروغی اخته کيږی ، خو په حقيقت کی د بيلا بيلو علتونو له امله د ابتدائی او منځنيو ښوونځيو ډير زده کوونکی هم روانی او ذهنی ستونزی لری ٠ که چيری دغه مسئله په وخت او موثر ډول حل نه شي ، نو د زده کوونکو په رشد او ودې باندی بده اغيزه واچول شي ٠ نو په دی نسبت اوس د چين د ښوونی او پوهنی څانګه د زده کوونکو د روانی او ذهنی روغتيا روزنی ته ډير اهميت او پاملرنه کوی ٠ د کوچنيانو نړۍ په نننی پروګرام کی به په دی هکله څه نا څه معلومات تاسو ته معرفی کړو ٠

د چين د کورنی لار ښوونې د پلان د تطبيق نه راهيسی په ښوونځيو کی له سلو مليونو څخه زياتره زده کوونکی داسی اولادونه دی چه په کور کی هيڅ وروڼه او خويندی نه لری ، څرنګه چه د دوی پلرونه او ميندی دوی ته له حده زياته مينه ورکوی نو زيات شمير زده کوونکی د مشکيلاتو او ستونزو د حل په لاره کی مقاومت نه شی کولی ٠ نو په هغه وخت کی چه په زده کړه او ژوند کی له فشار او ستونزی سره مخامخ وی او يا له نورو سره د ګډ ژوند په وخت کی عمومأ روانی او ذهنی ستونزی رامنځ ته کيږی ٠ علاوه پر دې د چين د اقتصاد او ټولنی د چټکی ترقی سره سم د زده کوونکو په شمول د عامو خلکو نظريو ته نوی بدلون رسيدلی دی ٠ په داسی حال کی هغه زده کوونکی چه د ستونزو د له منځه وړلو قوت ئی کمزوری دی ، کله نه کله له روانی او ذهنی ستونزو سره مخامخ وی چه په دی توګه د چين د ښوونی او پوهنی وزارت د بيلا بيلو ابتدائی او منځنيو ښوونځيو له ښوونکو څخه غوښتنه وکړه چه د زده کوونکو روانی او ذهنی روغتيا ته زياته پاملرنه ورکړي او د روانی او ذهنی روغتيا د روزنی لپاره ډول ډول فعاليتونه تر سره کړي ٠ د مثال په توګه د چين په هانګ جو ښار کی ښوونکی د هنری نمايش او د لوبی کولو له لاری زده کوونکو ته د روانی او ذهنی روغتيا په باب زيات معلومات ورکوی او هم د زده کوونکو له پلرونو او ميندو سره يو ځای زده کوونکو ته د ستونزو د حل فرصت برابر کوی څو چه د دوی روانی او ذهنی روغتيا پياوړی شي ٠

ګرانو اوريدونکو ، د کوچنيانو نړۍ ننني خپرونه اخری پروګرام دی او وروسته به زمونږ د راډيو د پښتو ژبی په انترنيت کی د کوچنيانو په باره کی نور په زړه پوری معلومات لوستلی شي ٠