

د غوايي غوښه په اړه خوراکونه ډير زيات دي چه په دي کې د کوچي غوايي غوښه يو ډول ډير خوندور خوراک دي ٠ جوړونه يي په دي ډوله ده چه لومړي لږ څه نيم کيلو غټ غوايي غوښه راواخلي او بيا لږ څه لويو لويو مګر نرۍ نرۍ ټولو يي سره جلا جلا کړۍ، بيا د چړۍ په پڅ طرف د غوښې هره ټوټه ورو ورو ووهي چه لږه نرمه شي ، مګر ګورۍ چه پري نه شي ، بيا ماعد سپين مرچ ، مالګه او لږ څه کوچ واچوي او د غوښو ټوټه پري راتاو کړۍ، وروسته ورباندې لږ څه وچ وړه وشيندۍ او بيا يي د هګۍ په زيړو کې غوټه کړۍ ، وروسته ورباندې ميده شوي وچه ډوډۍ اوچوي او په لاس يي برابره کړۍ ، بيا دغه غوښه په سرو شويو غوړو کې واچوي . کله چه غوښه زيړ رنګه شي ، نو دغه ډول خوراک تيار شوي دي ٠ نه يوازي دا چه د دغه خوراک رنګ ښکلي دي ، بلکه خوند هم دي ٠ که څه هم د غوايي غوښې ډير خونور خوراک دي ، مګر د دغه ډول غوښې د پخولو په وخت کې کله کله ځينې مصيبتونه راپيدا کيږي ، لکه غوايي غوښه نسبت د يو اوږد وخت د پخولو نه وروسته به نرمه شي ، نو د دغې مسئلې د حل له پاره دلته ځينې ښې ښه طريقې شته چه لومړي د غوايي غوښو د بخولو په وخت کې لږ څه چاي چه په يو پاک ګارس کې راتاو شوي له غوايي غوښې سره يو ځاي په ديګ کې پخې کړۍ چه په دي ډول غوايي غوښه ژر نرمه شي او بوي به يي هم بدل نه شي ٠ دوهمه طريقه دا ده چه د غوايي غوښې د پخولو په وخت کې لږ څه سرکه واچوي ، د غوايي غوښه به هم ژر نرم کيداي شي ٠ دريمه طريقه دا ده چه د غوايي غوښې د پخولو په وخت کې ځيني تريو ميوي لکه ليمو يا پنځه او لس دانې وحشي زالزالک پکي واچوي ، غوايي غوښه به هم ژر نرمه شي ٠