<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2005-03-29 19:00:57    
بيجينګ د المپيک د ٢٠٠٨کال د لوبو د جوړيدو لپاره د ښاريانو د ښو عادتونو سره عادت کولو په هڅه کی دی

cri

نن سبا د چين مرکز بيجينګ د ٢٠٠٨ کال د المپيک د سپورتی لوبو د جوړيدو لپاره تياری نيسی ، د نړی د نورو ډيرو لويو بين المللی ښارونو د اوسيدونکو په څير بيجينګيان د ازادو او خلاصو افکارو ، ورين تندی او تودو احساساتو او د ښه خوی او طبيعت خاوندان دي . امأ د ځينو ښاريانو بی تمدنی ، بی تهذيبی او بی ادبی او نور ناوړه عملونه به د المپيک د راتلونکو لوبو د هرکلی په ترڅ کی د بيجينګ له فضا سره هماهنګ او برابر نه وی . نو په دی وجه د ٢٠٠٤ کال په پای کی د بيجينګ ښاروالی پريکړه وکړه چه په ٢٠٠٥ ټول کال کی د پايتخت دکلتوراو ژوند دسطحی د لوړولو په اړه په تبليغاتی ، تعليمی او عملی فعاليتونو لاس پوری کړی چه مقصديی د متمدنو عادتونو سره د عادت کولو په برخه کی د ښاريانو د شعور اوچتول دی . د نوموړی فعاليت مسئول مامورجانګ خوی ګوانګ وويل :

_ د متمدنو عادتونو په برخه کی د بيجينګ د ښاريانو شعور پر له پسی لوړتيا مومی . خو په دی برخه کی يی ترقی او وده د چين د مرکز په توګه د بيجينګ له حيثيت او د يوه لوی بين المللی ښار په حيث له تقاضا او غوښتنی سره فاصله لری او دځينو تشريفاتو ، ادب او لطافت په برخه کی ځينی نيمګړتياوی هم موجودی دي . نو په دی وجه مونږ هيله لرو چه د روانو نوموړو فعاليتونو له لاری ښاريان دی ته اړ کړو چه د اخلاقو، ادب ، لطافت او تشريفاتو په اړه معلومات به ترلاسه کړی او په تدريجی توګه به په خپلو ويناؤ او اعمالو کی له غوره او ښو عادتونو سره عادت وکړی او مودبه او د ښواخلاقو خاوندان به وروزل شی .

نوموړی تبليغاتی، تعليمی اوعملی فعاليتونه د ورځنی ژوند ، ټولنيزو اړيکو ، ورزشی ځايونو ، حرفوی کارونو، ښوونځيو او له خارجيانو سره د اړيکو په شمول د ٦ برخوپه اړوندو تشريفاتو پوری اړه لری او په هرودوو مياشتو کی د يوې برخې په شاوخوا کی سر ته رسيږی . د مارچ د مياشتی د پيل نه د ټولنيزو اړيکود تشريفاتو په شاوخوا کی تبليغاتی ، تعليمی او عملی فعاليت روان دی . په دی بهير کی د بيجينګ مطبوعاتی ذرايعو په سرويس کی د سپريدو موضوع تر بحث لاندی راوستلی ده . په بل عبارت هراوسيدونکی بايد ترافيکی اصول له مراعات کړی او په منظم ډول په بس او سرويس د سپريدو له ښه عادت سره ځان وروزی .

برسيره پردی ، نوموړو مطبوعاتی ذرايعو ښاريانو ته هم بلنه ورکړی ده چه په هر ځای د لاړو توکول او د بی کاره څيزونو د غورځولو ناوړه عادت له منځه يوسی .