<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2005-03-30 17:19:33    
دشير خوارو کوچنيانو د تعليم په باب نوی تيوری او نظريه دعنعنوی تعليم پر نظريی باندی تاثير کوی .

cri

اوس په چين کښی چه نفوس يی په نړۍ کښی تر نورو هيوادونو نه زيات دی ، ځوان پلرونه او ميندی ورځ په ورځ دخپلو اولادونو تعليم او د استعداد استخراج ته زياته توجه اړوی ، دوی نور نو نه يوازی دخپلو اولادونو صحی روغتيا او د ساده حساب او ليک لوست په عمده محتوا عقلی روزنی ته پاملرنه ورکوی ،بلکی دماشومانو د روزنی دپاره د هغو علمی او هر اړخيزو نويو طريقو په پيدا کولو هم پيل کوی ،کومی چه دماشومانو د خوی خصلت روزنی ته زياته توجه ورکول کيږی او د ماشومانوله طبيعت سره مطابقی دی .

دنوی تعليمی طريقی تر روزنی لاندی زيات شمير ماشومان تر همعمرانو نه لا زيات تکړه او هوښيار ښکاری .دوی له نورو سره تګ راتګ خوښوی ، له پرديو شيانو سره زياته کنجکاوی لری او جرائت لری چه امتحان وکړی او خودنمايی وکړی .

دبيجينګ د فون تای په ناحيه کښی اوسيدونکی دری کلن ماشوم ګوی کوی له هغو زيات شمير ماشومانو څخه يو دی چه شيرخوارو بچيانو د تعليم په باب دنوی تيوری او نظريی تر لارښوونی لاندی دی .لا د خپلی ميندی په بدن کښی مور يی په شعوری توګه ور ته نغمی او قصی واورولی او د زيږيدو نه وروسته مور يی په مختلفو طريقو له ورزش ، رقم ،انګليزی ژبی ، رنګونو ،لاسی کار ،چينی کرکترونو او داسی نور سره دده خوند او علاقی وروزلی ، نولا په هغه وخت کښی يی چه د

درس لوستلو په معنی پوه نه شو ، له دغو علاقيو نه زيات خوند او خوشحالۍ اخيستی دی .

دشيرخوارو بچيانو دتعليم په باب د نظريی خپريدل د متخصيصانو له ابتکار ،تجربو او کوششونو څخه نه جلا کيږی .اوس په چين کښی مخ په زياتيدونکی پوهان او متخصيصان دماشومانو په تعليمی ساحه کښی داخل شوی او دماشومانو د تعليم په باب ځينی نوی تيورۍ ، نظريی او لايحی چه دوی له خارجی هيوادو نه اخيستلی يا پخپله يی وړاندی کړی ، اوس دماشومانو د تعليم په عملياتو کښی تر استعمال لاندی راغلی دی .

په وو خان نومی پوهنتون کښی دهوښياری دفنی استخراج دمرکز پروفيسر فون ده چوان دصفر کال لايحه وړاندی کړه .دده په نظر علمی څيړنو دا ثابته کړی چه دصفر له کال نه دماشومانو هر اړخيز تعليم زياتی ښی نتيجی ترلاسه کولی شی .دده د دغی علمی څيړنی هدف دصفر له کال نه دماشومانو د کمالاتو دروزنی عمومی کول او ددوی دوامدار تعليم ته زياته پاملرنه ور کول دی .

پيغلی وانګ ګان د امريکی په پوهنتون کښی د دکتورا درجه د اخيستلو نه وروسته په بيجينګ کښی يو وړکتون پرانيست.ماشومان په وړکتون کښی په عمده توګه له لوبه کولو څخه علمی معلومات ترلاسه کوی او خپلی علاقی او لياقتونه زياتوی .

په دی وروستيو کلونوکښی دشيرخوارو بچيانو تعليم ته د پاملرنه ورکولو غورځنګ دبيجينګ اوشانګهای په شمول دځينو اقتصاد پرمختللو ولايتونو او ښارونو نه داخلی ځايونو ته خپور شوی دی .په اقتصاد پرمختللو ځايونو کښی د

شيرخوارو ماشومانو تعليم يو نسبتی پوخ کسب ګرځيدلی دی . سر له واده کولونه دمربوطو څانګو متخصصان زلميانو او پيغلو ته د جنسی معلوماتو ، د جنين د تعليم او د نويو زيږيدلو ماشومانو داستعداد د استخراج په شمول يولړ مشورتی خدمتونه برابروی .

دچين په ځينواطلاعاتی شبکوکښی هم دځوانووالدينودپاره د شيرخواروکوچنيانو د تعليم په باب فورم پرانيستل شو او والدين هميشه دشبکو له لاری د ځينو موضوعاتو په باب له متخصصانو سره مشوره کوی او د ماشومانو د روزلو له تجربو او احسالساتو نه برخوردار دی .دپلرونواو ميندو له خوا څنګه خپلو شيرخوارو اولادونوته دتعليم ورکولو په باب کتابونه هم تود بازار لری

البته دشيرخواروماشومانو دتعليم په باب د نوی نظريی او تعليمی عمر ته درسيدلوماشومانو دتعليم په باب دپخوانی ميکانيزم تر منځ زيات تضادونه موجود دی او ځينی والدين هم دشيرخواروماشومانو دتعليم په باب مخالفی نظريی لری .

دچين د جيلين ولايت دکورنی لارښوونی دکميټی رئيس خان ګوی ژن دی ته اشاره وکړه چه شيرخوارو ماشومانو ته تعليم ورکول دتعليمی پلان دتطبيق لومړنی مرحله ده او دګرد ملت د نفوس د سجيی دلوړيدو دپاره ستر اهميت لری . اوس مونږ په دی برخه کښی دزيات کوشش له لاری زياتی تيوريکی او عملی تجربی تر لاسه کړی ،خو د تمام تعليمی سيستم په نزد په چين کی دشيرخوارو بچيانو تعليم ته انکشاف ورکول به لا هم يوه اوږده لاره ووهی .