<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2005-03-30 17:25:24    
په چين کې د مرغانو داوطلابانه ساتونکي

cri

د تور مخ په نامه يو ډول ماهي خوار مرغان چه يو ډول لوي مهاجر مرغان دي ، د ختيځي اسيأ په ځينو سيمو کې اوسيږي ، نوموړي مرغان په نړۍ کې يو ډول ډير ارزښناک مرغان ګڼل کيږي ٠ خو له دي امله چه د دغو مرغانو د اوسيدو چاپيريال خراب شوي ، نو شمير يي هم ډير کم شوي او اوس د له منځه وړلو په حال کي دي ، نو د نړۍ د مرغانو د ساتنې د اړوندو سازمانونو او شخصيتونو تر لارښوونې لاندې دتور مخ په نامه د ماهي خوار مرغانو د ساتنې يو داسي واحد عمليات رامنخ ته شوي چه هر کال د جنوري په مياشت کې د چين ، کوريا او جاپان په شمول د ختيځې او جنوب ختيځې اسيأ د شپږو هيوادونو په يو شمير سيمو کې د نوموړو مرغانو د شمير پلټنه ترسره کيږي څو چه په دغو سيمو کې نوموړي مرغان تر ښې ساتنې لاندې راشي ٠نو د دغو مرغانو د ساتنې موضوع د نړۍ خصوصأ د ختيځي اسيأ د ډيرو هيوادونو تر زياتې پاملرنې لاندې راغلي ده او زيات خلک د نوموړو مرغانو د ساتنې په قطار کې داخل شوي دي ٠

د نوموړو مرغانو د ساتنې له پاره په ١٩٩٣ او ١٩٩٤ کال کې په ټوله نړۍ کې د تور مخ په نامه د ماهي خوارو مرغانو د پلټنې لومړني واحد عمليات ترسره شول ٠ په هغه وخت کې د پلټنې نتيجه دا وه چه په ټوله نړۍ کې د تور مخ په نامه د ماهيخوارو مرغانو شمير يوازي دري سوه نهه ديرش و ٠ د معلوماتو له مخې سږکال په جنوري کې د نوموړو مرغانو د پلټنې واحد عمليات په جلا جلا توګه د چين په لويه وچه. ، هانګ کانګ او تايوان کې په يو وخت کې ترسره شول ٠

د چين په لويه وچه کې د مرغانو ډير علاقه مندانو او د مرغانو ساتونکو داوطلبانو چه د ختيځ چين د شانګهاي ښار ، د جنوبي چين د سيا من ، فو جيو او شين جن د ښارونو او د جنوبي چين د ګوان تونګ ، فو جيان او هاي نان د ولايتونو له ډيرو سيمو نه راغلي دي او شمير يي څو سوو تنو ته رسيدلي دي ، د چين په جنوبي او ځتيځي ساحلي سيمه کې د تور مخ په نامه د ماهي خوار مرغانو د شميرلو او پلټنې په سږني واحد بين المللي عملياتو کې برخه درلوده ٠ له دي امله چه دا يوه داوطلابانه فعاليت دي ، نو د نوموړي عملياتو په اړه ټول لګښتونه د داوطلبانو په خپله په غاړه دي ٠ د معلوماتو له مخې د چين له شانګهاي ښار او د ګوان تونګ او فو جيان له ولايتونو نه راغلي داوطلابانه پلټوونکي ټول د مرغانو علاقه مندان دي او په معمولي وخت کې تل د مرغانو له کتلو سره عادت لري ، دوي ټولې په خپله خوښه او د رخصتيو څخه په استفادي سره په نوموړي فعاليت کې ګډون کړي او ټول پيسي يي په خپله غاړه وي ٠ د چين د جنوب ختيځې خوا سمندري کرښې ډيرې اوږدي دي او د ژمي په موسم کې ډير تور مخ ماهي خوار مرغان پکي اوسيږي ٠ د څو وختونو د پلټنې له نتيجي څخه ښودل شوي چه له ١٩٩٨ کال نه تر سږکال پوري په مسلسلو شپږو کالو کې نوموړي مرغان له څو سوو نه څه د پاسه زر و ته زيات شوي دي ٠ د اړوندو کارپوهانو په نظر دا د مرغانو د اړوندو مسلکي څيړونکو ، کارکونکو او خصوصأ د ګڼ شمير د مرغانو د ګڼ شمير داوطلابانه ساتونکو له کوششونو او د نوموړو پلټوونکو عملياتو د پياوړتيا سره نه جلا کيږي ٠

په دي وروستيو کلونو کې په چين کې د طبيعي چاپيريال خصوصأ د وحشي ځناورو او مرغانو د ساتنې له پاره ډير کارونه تر سره شوي دي ٠ مثلأ په داخلي

مغلستان کې د مرغانو د ساتنې او په شمال ختيځ چين کې د سور سر د رنا د

ساتنې سيمې جوړي شوي څو چه وحشي مرغان په ارامه او ښه چاپيريال کې ژوند وکړي ٠ د معلوماتو له مخې هر کال د مرغانو د ساتنې ډير ساتونکي داوطلبان د نوموړو مرغانو د ساتنې له پاره نوموړو ځايونو ته راځي او د مرغانو دژوند د چاپيريال د پلټنې او د مرغانو د ساتنې له پاره بوخت دي ٠