د سينهوااژانس د خبر له مخې د رومانيې جمهوررئيس برسيسکو د مارچ په ٢٨ نيټه افغانستان ته د سفر په بهير کې وويل رومانيه به افغانستان ته نور ٤٠٠ تنه پوځيان وروليږي ترڅو د روان کال د سپتمبر په مياشت کې د افغانستان د پارلماني انتخاباتو په موده کې امنيت وساتي ، هغه وويل رومانيه به په کابل کې خپل سفارت جوړکړي ٠ د خبر له مخې د سفر په موده کې بيرسيسکو په ٢٨ نيټه د افغانستان د جمهوررئيس حامد کرزي سره خبرې وکړې ٠
|