

ګرانو دوستانو چين ته د سفر په ننني خپرونه کې به د پيانو په نامه د ګولانګ يو ټاپو په باب معلومات تاسو ته وړاندې کوو
محترمو دوستانو د پيانو دغه نغمه د سمندري څپو د اواز سره يوه ډيره خوندوره او په زړه پوري موسيقي جوړه کړه ٠ د چين په جنوب کې يو ساحلي ښار شته چې سيامن نوميږي ، په دې ښار کې خلک نه يوازې د سمندري څپور اواز بلکې د پيانو خوندورې نغمې هم اوريدلی شي ٠
د ګولانګ يو په نامه ټاپو د چين په جنوب ختيځ کې د فوجيان د ولايت د سيامن د ښار په جنوب لويديځ کې واقع دی او د مکاو څخه ليري نه دی ، ددې ټاپو د بندر شکل د يوې پيانو په شان ښکاري ، دا بندر په ١٩٧٦ کال کې جوړشوی دی ،
د ګولانګ يو ټاپو مساحت څه دپاسه اوولسو زرو مربع کيلومترو ته رسيږي ٠او پکې تقريبأ شل زره تنه خلک اوسيږي ، که څه هم د اوسيدونکو شميريې زيات نه دي ، خو په دغو خلکو کې څه دپاسه پنځه سوه پايې پيانوګانې شته دي ، په بله ژبه په هر څلويښتو تنو خلکو کې يوه پايه پيانو پرته ده ، دا حال نه يوازي په چين کې حتی په نړۍ کې هم ډير لږ ليدل کيږي ٠ هرسهار او ماښام د ټاپو په زياتو واټونو او کوڅو کې د پيانو خواږه اوازونه اوريدل کيږي ، توريستي ﻻرښوونکې نجلۍ يانګ يان وويل
سياحان اساسأ د غرمې نه وروسته د ګو لانګ يو ټاپو ته پورته کيږي ، په دې وخت کې د ټاپو د خلکو اکثريت کارونو ته تللي وي ، په دې وخت کې په ټاپو کې د پيانو اواز نه اوريدل کيږي ، خو ماښام راځي ، خلک هم د کار څخه خپلو کورونو ته بيرته راځي او د ماښامي ډوډۍ د خوړلو نه وروسته خلک د استراحات په وخت کې پيانو
وهي د پيانو خواږه اوازونه په ټاپو کې راپورته کيږي
ممکنه ده چې دا پوښتنه تاسو ته راپيداشي چې پيانو د لويديځې نړۍ د موسيقي يو ډول اله ده ، ولې د چين په يوه کوچنۍ ټاپو کې د دومره زياتو خلکو خوښيږي ٠
د معلوماتو سره سم د نولسمې پيړۍ په منځني برخه کې ځيني لويديځي مبلغين د ګولانګ يو ټاپو ته راغلل ، دوي په دې ټاپو کې مسيحي کليساوې جوړې کړې او په کليساووکې يې ديني فعاليتونه ترسره کول ، د ديني فعاليتونو د ترسره کيدو په بهير کې هميشه د سندرو ويلو پروګرام اجراکيده ،همداشان خارجي مبلغينو په ټاپو کې مکتبونه هم جوړکړل او پکې يې د ديني سندرو ويلو درس هم ورکاوه ، نو په دې وجه د لويديځې نړۍ موسيقي په دې ټاپو کې رامنځته شوه ٠
د ګولانګ يو د ټاپو په زياترو کورنيو کې پيانوګانې شته ، د دغو کورنيو زيات غړي پيانو وهلی شي ، توريستي ﻻرښوونکې نجلۍ يانګ يان وويل د اونۍ په پاي او يا د رخصتي په ورځو کې د زياتو کورنيو غړي سره غونډيږي او کوچني کورني کنسرت جوړوي ، هغې وويل ددې ټاپو په زياتو کورنيو کې ټول غړي د موسيقي سره مينه لري ، په کورنيو کې نه يوازي پلار او مور ، کوچنيان د پيانو د وهلو ډير ښه مهارت لري ، حتی د دوي نيکه ګان او اناوې هم د پيانو په وهلو هم ډير ښه مهارت لري ، پهن شپه کې د کورني ځيني غړي ويلون او ځيني پيانو وهي او يا د ويلون او پيانو په واسطه ګډه موسيقي غږوي ، ځيني غړي هم د موسيقي سره سندرې وايي چې په دې صورت کې يو کورنی کنسرت جوړيږي ٠
د ګولانګ يو په ټاپو کې چاپيريال ډير ارام دی ، په ګڼ شمير دکانونو کې د
مشتريانو شورماشور هم نه اوريدل کيږي ٠ د ګولانګ يو په ټاپو کې د پيانوګانويو موزيم شته دا په چين کې يوازنی موزيم دی چې په نړۍ کې څه دپاسه اويا پايې پخواني او زړې پيانو ښودل کيږي ، دغه پيانوګانې په برتانيې ، فرانسې ، المان ، امريکې او استراليا کې جوړې شوې دي ٠
ګرانو دوستانو همدا اوس مو ديوې اوتوماتيکي پيانو په واسطه غږول شوي يوه خوندوره نغمه واوريدله ، دا پيانو د امريکې لخوا په ١٨٣٦ کال کې جوړه شوې ده ، د پيانوګانو د موزيم کارکوونکي نجلۍ فانګ شوانګ يان ددې اوتوماتيکي پيانو د سابقې په باب وويل دا اوتوماتيکه پيانود پخوانيو اشرافو د لوبو دپاره جوړه شوې وه ، په نوموړي موزيم کې پرته د اوتوماتيکي پيانو څخه نورې قيمتي پيانوګانې هم شته ، مثلأ د فيل د غاسونو څخه جوړه شوې پيانو ، څلور زويې لرونکي پيانو چې لويوالی يې په نړۍ کې هم نه ليدل کيږي ٠
نجلۍ وي يويو وويل زه د موسيقي په پوهنځي کې زده کړه کوم او د پانو سره ډيره مينه لرم، د پيانو ګانو د موزيم څخه مې د پيانو په باب زيات معلومات ترلاسه کړي دي ٠ دا يو ډير ښه موزيم دی ٠
قدرمنو دوستانو د ګولانګ يو ټاپو په بله ژبه د پيانو ګانو په نامه ټاپو په باب معلومات مو تاسو ته وړاندې کړل ٠