

ګرانو اورېدونکو، السلام عليکم! په دې نژديو ورځو کی خبريال په انترنيټ کی د بين المللی کلتور په هکله د چين د دريم نندارتون په اړه له يوې مطبوعاتی غونډې څخه خبر ورکړ چی نوموړی نندارتون به د روان کال د اکتوبر له څلورمې نيټې څخه تر شپږمې نيټې پوری د بېجينګ په موزيم کی جوړ شی، د نندارتون دپاره مساحت به څه نا څه شل زره مربع متره ونيسی او د دغه نندارتون په جوړېدو سره به په انتر نيټ کی د چين کلتوری چاری پرمختګ ومومی او په انترنيټ کی په کلتوری ساحه کی پراخه همکاری پرمخ بوزی.
د تېر کال په اکتوبر کی په انترنيټ کی د بين المللی کلتور په هکله د چين دوهم نندارتون د ختمېدو راهيسی دغه نندارتون د چين د مرکزی مشرانو د توجه وړ دی او د مختلفو ټولنو ستاينه يی تر لاسه کړه. د هنر او کلتور په نننی پروګرام کی به تاسو ته د دې نندارتون په باب څه معلومات وړاندی کړو.
د خبر له مخی د روان کال دپاره د انترنيت د دغه نندارتون مساحت به د تېر کال په نسبت زيات وی، څو چی په انترنيټ کی په پراخه توګه د کلتوری توليداتو معاملې تر سره شی، د تصديو او مشتريانو ترمنځ د انفورمېشنونو تبادله پياوړی کړی او په انترنيټ کی په زړه پوری کلتوری توليدات وښودل شی.
د روان کال په دغه نندارتون کی به د انترنيټ د موزيک ،د انترنيټ لوبو ، د انترنيټ د پوهنې او د انترنيټ د تخنيکونو او په انتر نيټ کی د کلتوری ښه خبرونو
په باب د زياتو سيالو په شمول رنګا رنګ فعاليتونه به جوړ شی. اټکل کېږی چی په دغه نندارتون کی به د ديجتر په باره کی پريوانی توليدات وښودل شی.
علاوه پر دې د روان کال دپاره په دغه نندارتون کی به په انترنيټ کی د کلتور د خپرولو په باب يو فورم جوړ شی چی د خبرو اترو او بحث کولو دپاره به د حکومتی مشرانو او مشهورو پوهانو په شمول مختلفې ټولنې پکی ګډون ولری. په دې فورم کی به په انترنيټ کی د کلتور د انکشاف دپاره د تجربو تبادله وشی.
اوس د دغه نندارتون د جوړېدو دپاره کميټه او د خبرو مرکز جوړ شوی دي او او د مربوطو کارونو لپاره تياری نيول کېږی.
ګرانو اورېدونکو، همدا اوس تاسو په انترنيټ کی د بين المللی کلتور په هکله د چين د دريم نندارتون په باب څه معلومات واورېدل. د هنر اوکلتور نننی پروګرام پای ته ورسېد. ستاسو د روغتيا په خير!