د سين هوا اژانس دخبر له مخی ، د پاکستان خارجه وزير خورشيد قصوری د اپريل په لومړی نيټه په اسلام ابادکی له خبريالانو سره د مرکی په ترڅ کی وويل چه پاکستان د يوه ذروی هيواد په توګه د بين المللی وجيبی په نظر کی نيولو سره په اصولی توګه پريکړه وکړه چه د اټومی انرژۍ بين المللی سازمان ته زاړه سنترفيوژ برابرکړی ترڅو د ايران د ذروی مسئلی د پلټنی په بهير کی له نوموړی سازمان سره مرسته وکړی .
ښاغلی قصوری وويل ، پاکستان د خپلوذروی تاسيساتو په هکله هيڅ تفتيش ته اجازه ورنه کوی . هغه څرګنده کړه چه په ذروی خپرونه کی لاس درلودلو په برخه کی د پاکستان پر يوه اړوند عالم باندی تحقيقاتی بهير روان دی .