د چين دبين المللی راډيو د خبريال د خبر له مخی ، د هند صدراعظم مانموخان سينګ چه د سفر لپاره موريشس ته ولاړ ، د اپريل په لومړی نيټه د لويس په بندر کی دا څرګنده کړه چه هند په ټينګ عزم اومداومه توګه له پاکستان سره مشوره او ديالوګ وکړی او غواړی چه په هغو ورځو کی به د پاکستان له جمهوررييس مشرف سره خبری اتری وکړي کوم چه د دواړو هيوادونو د کريکټ د سيالی د نندارې لپاره هند ته ولاړشی .
ټاکل شوی دی چه جمهوررييس مشرف به د اپريل په لسمه نيټه هند ته ورسيږی او په اوولسمه نيټه به د نوموړی سيالی ننداره وکړی . په دی موده کی به هغه له ذات البينی روابطو او سيمه ايزو موضوعاتو په باره کی له صدرعظم سينګ سره غير رسمی خبری اتری وکاندي .