<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2005-04-02 16:48:28    
پوښتنو ته ځواب

cri

رمز—وانګ جانی اوس خو د اور

يدونکو پوښتنو ته د ځواب برخه راسيدلی ده . ټولو ته معلومه ده چه په چين کی 56 قومونه او د ملې اقليتونو ډيری خود مختاری سيمی شته . ځينو اوريدونکو په خپلو ليکونو کی د چين د قومونو او خود مختارو سيمو په باب له يو څه معلوماتو سره علاقه ښودلی ده . دوی غواړی چه په دې برخه کی څه معلومات تر لاسه کړی ، نو په دې مناسبت به تاسو د پروګرام په دې برخه کی د چين د ملې اقليتونو د خود مختاره سيمو په باب څه معلومات وړاندی کړی .

وانګ – ښه ، ګرانو اوريدونکو ، ټولو ته معلومه ده چه چين يوه لويه کورنی ده چه پکی 56 قومونه شته . د نوی چين د جوړولو نه وروسته ، د چين د سياسی مشورتې کنفرانس د ګډو پروګرامونو سره سم ، د چين د ملې اقليتونو په سيمو کی د خود مختاريت په باب پاليسی عملې شوی ، نو په ١٩٥٢کال کی د چين د حکومت له خوا د چين د ملی اقليتونو په سيمو کی د خود مختاريت په باب پروګرامونه عملې شول .

د ١٩٤٧ کال د مې په ١مه نيټه د چين د کمونست ګوند له خوا د چين د ملی اقليتونو خود مختاره لومړی حکومت جوړ شو کوم چه د داخلې مغولستان خود مختار ولسی حکومت دی .

د نوی چين د جوړولو نه وروسته په څو کلونو کی د چين د مرکزی حکومت د چين د ملې اقليتونو په سيمو کی د خود مختاريت په باب د پاليسی د تر سره کولو دپاره کوشش کړيدی او په چين کی د ملې اقليتونو په سيمو کی بيلا بيلو درجو

١٣٠خود مختاره حکومتونه جوړ شويدی او په دې توګه د چين بيلا بيلو ملې اقليتونه په واقعې توګه مساوات او حقوق تر لاسه کړيدی .

په عين وخت کی د ملې اقليتونود خود مختاريت په باب د چين پاليسی هم ګام په ګام بشپړه شوی ده . په ١٩٨٤ کال کی د چين د ملی ولسی کانګرس له خوا د چين د ولسی جمهوريت د ملې اقليتونو خود مختار قانون تصويب شو . تر ١٩٩٧کال پوری ، په چين کی د ملې اقليتونو ١٥٦ خود مختاره سيمې جوړ شوی . په دې جمله کی پنځه خود مختاره سيمې شته کوم چه د داخلی مغولستان خود مختاره سيمه ، د شينجاينګ ويغوری قوم خود مختاره سيمه ، د کوانګ سي د جوانګ قوم خود مختاره سيمه او د تبت خود مختاره سيمه ده ، په عين وخت کی په چين کی ديرش خود مختاره ايالتونه او ١٢١ خود مختاره ولسوالو شته .په چين کی ٤٥ قومونو د خود مختاريت په باب پاليسی نه ګټه اخلې .