ستا د رڼې هيندارې مخ باندې غبار هم نه يو
ته خپه مشي رانه خدايږو دومره خوار هم نه يو
دا چې د شونډو له يوه کدډول ځواني ځاروو
يو ليونتوب دی کنه ګرانې! ډير خومار هم نه يو
ددونيا دا سر او هغه راته ورغوی ښکاري
لا خو د زړونو پاچايي لرو ناچار هم نه يو
موږ د يوې ژبې ، يوې مينې ، يو زړه خاوندان
دوه مخي هم نه يو د کلي يو د ښار هم نه يو
اوس هم لويدلي جګوو ورپسې لاس غځوو
لا ستړي هم نه يو د چا د اوږو بار هم نه يو
له خپل سيتار سره يوه لمن خبرې لرو
ډير په کيسه کې د تسبو او د دستار هم نه يو
هسې بس کله د دوه سترګو رياضت شروع کړو
کنه بلا کارونه نور لرو اوزګار هم نه يو
وږي هم نه يو د چا زرو پسې نه ورګورو
شر مو هم خوښ نه دی د چا د لارې خار هم نه يو
لا خو تر اوسه مو د ښار ډيوو ته سترګې بريښي
مونږه له سپين غره راکيوتي ډير په لار هم نه يو
هسې بس کله د چا حسن ته ليمه کچکول کړو
کنه کيسه کې د سردار او د بادار هم نه يو
بس سره خاندو څانګې څانګې درد په زړونو کې وړو
د اند ياران يو اړ په شپه او په سهار هم نه يو
پېښور
٢٢ / ١٠ / ١٣٨٠