<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2005-04-02 19:20:01    
"شادګل" ،"رحيمداد" او كه "ممنون مقصودي"؟

cri

" شادګل" او " رحيمداد" خو به پېژنئ؟ د سينما او تمثيل دوه هغه نومونه، چې نږدې د ټول ولس خولې ته يې لاره موندلې ده. "ممنون مقصودي"( شادګل او رحيمداد) د كابل په واصل اباد سيمه كې سترګې نړۍ ته پرانستې دي، له اره د لغمان له قرغيو سره تړل كيږي.لومړنۍ زده كړې يې په عمراخان ښوونځي او منځنۍ او ثانوي زده كړې يې په ابن سينا لېسه كې بشپړې كړېدي. كله، يې، چې عسكري بشپړه كړه، د هنرونو پوهنځي ته لاړ او لوړې زده كړې د تياتر په څانګه كې ترسره كړې.لس كاله په پېښور كې كډوال و او تر له 11 كالو راهيسې د" نوي كورنوي ژوند" په ډرامه كې د رحيمداد نايي رول پرمخ بيايي. داوود مقصودي يې مشر ورور دى، چې هغه هم ډېر وخت په تمثيل كې كار وكړ. دا، چې مقصودي څنګه "د كونډې زوى" شو او بيا څنګه " دلاور" په رحيمداد بدل شو، راځئ دغه رازونه دده په مركه كې سره ولولو:

سهار: مقصودي صېب! كه په پيل كې د خپلو رولونو په اړه ووايئ، چې څنګه او په كومه بڼه يې ټاكئ، كوميډيك رول خوښوئ او كه ترژيديك؟

مقصودي: زه 20- 25 كاله كيږي، چې (Act) كوم، لومړى راډيو، بيا تياتر او تلويزيون او په وروستيو كې سينما ته راغلم. ما په سلګونو نقشونه ترسره كړي او د تلويزيون او تياتر په برخه كې په لسګونو نمايشنامې لرم. كله، چې زه يونقش لوبوم، په پيل كې بايد د رول پرڅرنګوالي ځان حاوي كړم،بايد زه وپوهېږم، چې تر كومه بريده زه په نقش كې بريالى راوځم، كه چېرې مې نقش برياليتوب درك كړ، نوطبعي ده، چې له خپل ډايركټر، ليكوال او نورو ملګرو او خپل شخصي كركټر او دنقش له كركټر سره ځان نږدې كوم، چې د عادي ژوند د

مقصودي : زه د نقش تر لوبولو مخكې د نقش عملي مطالعه او (Observation) كوم، ټولنې ته ننوځم او په ټولنه كې د دغسې اشخاصو څېرې او كركټرونه لټوم

شيبو احساس وكړم. زه د نقش تر لوبولو مخكې د نقش عملي مطالعه او (Observation) كوم، ټولنې ته ننوځم او په ټولنه كې د دغسې اشخاصو څېرې او كركټرونه لټوم. يو خو خپله تجربه ده او بل همدغه د ټولنې او نقش مطالعه ده، چې زه يې تر رول مخكې ترسره كوم. د نوي كور نوي ژوند له نقش نه زه ډېر خوند اخلم، دغسې خوند ما په نورو هنرونو كارونو كې نه دى څكلى. د بېلګې په ډول كه تاسو" د كونډې زوى" سريال ليدلى وي، په هغې كې ما 13 مياشتې عمر كړى، خو په دغه ډرامه كې ما 11 كاله عمر وكړ، نو د 11 كالو تجربې او د نورو كركټرونو شناخت ، پېښو او مناقشو زما په تجربه كې زياتون راوست، پردې سربېره زه كليوالو نايانو سره له نږدې ناست يم، ډوډۍ مې ورسره خوړلې او اّن كورنۍ ته يې ورننوتى يم، ددوى تكيه كلامونه او چارې مې ښه زده كړيدي.

سهار: خو كه چېرې د سناريو له مخې يو داسې رول در وسپارل شي، چې ستاسو په طبع جوړنه وي، بيا څه كوئ؟

مقصودي: ډېر داسې نقشونه شته، چې ما بېرته مسترد كړيدي، همدا اوس هم دوستان شته، چې په فلم ډرامه او دتمثيل په برخو كې ورسره كار وكړم، خو ستونزې او خنډونه شته، چې زه معذرت ترې غواړم.

سهار: د" كونډې زوى" په سريال كې تاسو د يوه كليوال رول ترسره كړى، په داسې حال كې، چې تاسې ډېر وخت په ښار كې ياستئ، دغه رول درته ستونزمن نه و؟

مقصودي: زه اصلا د لغمان يم، داچې په كابل كې زېږېدلى يم، زده كړې مې كړې ، نو طبعي ده رول به مې ډېر كليوالي نه وي، خو زما په ياد دي، چې د ژمي په رخصتيو كې به له خپلې مور سره شينوارو ته تللم، دلته له خپلو همزولو، د هغوى له ساده ګۍ او دخبرو له سپېڅلتوب سره مخامخ كېدم، ددوى پكو زړونو، ويښتانو، لباس او د ژوندانه نورو برخو زما په ذهن كې ځاى نيولى و، كله، چې زه دغه نقش ته كانديديدم، په دې برخه كې ډېر درانه ډايركټر " واحدنظري" له ماسره ډېره خواري وكړه.د عملي مطالعې اصول ماته نظري صېب را ښوولي دي، دغه نقش ماته نظري صېب راوسپاره.ده له رول سره سم لباس راكړ، پېكى يې راباندې پرېښود، مكياژ ، تاويز، مرۍ ، څادر او ....راته برابر كړل،ان د څادر او پګړۍ وهلو چل مې هم زده كړ، ځكه د كوټ خلك به يو ډول او دلته به خلك بل ډول پګړۍ وهي، همدغسې څادر څنګه سړى په اوږه كړي.د نظري صېب د زحمتونو ترڅنګ ما هم خپل زحمت او هڅه وكړه، په زلميتوب كې ما د ماشومتوب د هغو تصويرونو ترڅنګ عملا د يوه كليوال زلمي د فكر او خيالونو مطالعه وكړه، كېداى شي تاسو د سريال دغه برخه ليدلي وي، چې شادګل غوجلې ته راځي او كوژدنه يې غوا لوېشي، دى خپله كوژدنه تېرباسي، خو اصلا د كابليو جينكو سيل ته راځي.دا دومره منفي حركت نه دى، دا دانسان طبعي غوښتنه ده، كوژدن به هم لرې، پښتون او مسلمان به هم وې، خو په زړه كې به دې دغه څړيكې وي.

سهار: د سريال مركزي كردار ته يوازې ستاسو نوم كانديد و او كه نور سيالان مو هم درلودل، يانې غورچاڼ وشو، كه سملاسي انتخاب شوئ؟

فكر كوم غورچاڼ وشو، دوستان ډېر و،خو ورور دې وګټله ( په خندا).

سهار: واحد نظري غوښتل د كونډې زوى سريال بشپړ كړي، خو ستاسو د نشتوالي له امله يې "هجرت " ونوماوه، په دغه فلم كې د ځونډي په نوم يو كركټر راڅرګنديږي، چې كړه وړه يې ستاسو په تقليد دي، ستاسو دنه ګډون لامل څه و او دځونډي رول څنګه ارزوئ؟

مقصودي:مخكې د تقليد خبره راغله، دغه ورور مجبور و، چې دغسې وكړي، ځكه ده د شادګل د ژوند وروستۍ برخې لوبولې. له بده مرغه ما فلم نه دى ليدلى، خو دځينو دوستانو له خولې به يوڅه ووايم. په اصل كې پروګرام دا و، چې زه بايد هالنډ ته لاړ شم، بايقرا او زما ادې ( دسريال ادې) بايد له امريكا او ناروې نه راشي، خو دغه وخت په پاكستان كې دسپتمبر د 11 مې لومړنۍ كاليزه وه، د امريكا سفارت او متحدينو يې وېزې نه وركولې. همدا لامل و، چې زما تګ ونه شو. دوى پروګرامونه جوړ كړي و او لګښتونه يې كړي و،لازمه وه، چې فلم يې جوړ كړى واى، همدا و، چې فلم ته يې يوڅه بدلون وركړ، دكونډې زوى يې " هجرت" كړ او شادګل يې ځونډى (علي سعيد) كړ. هيله من يم ځونډى تر ما هم بريالى پكې راوتلى وي.

سهار: تاسو په يوه بل فلم"نيلوفر درباران" كې هم رول درلود، كه په دې اړه وغږېږئ؟

مقصودي:دغو دوستانو زه په پېښور كې پيدا كړم، زما عكسونه يې واېستل او د خپل فلم لپاره يې مناسب وبللم، دوى ويل له موږ سره كاركوې؟ ما ورته وويل زه لومړى سناريو ګورم،بيا پرېكړه كوم. هغوى ډېر خوشال شول، سناريو يې راواستوله ، دفلم داستان او زما نقش ډېر په زړه پورې و. دوى له يوه يونټ سره پېششور ته راغلل او كار مو پيل كړ. له نېكه مرغه ما له بهرنيو هنرمندانو سره ډېر ښه كار وكړ،كله، چې فلم بشپړ شو، دلومړي ځل لپاره د لومړي ځل لپاره په امريكا كې د " تايديكا" په نوم يوه فسټيوال ته وړاندين شو. دغه فسټيوال بل كلنټن او او نلسن منډيلا پرانست. په دغه فسټيوال كې زموږ د فلم ترڅنګ د 80 نورو هېوادونو فلمونه هم نندارين ته اېښودل شوي و. له بده مرغه هلته هم زه بلل شوى وم، خو دټكټ پيسې مې نه درلودې. داپه كار وه، چې زما د كلتور وزارت، د هنرمندانو اتحاديې او يا لږ ترلږه بلې مرجع زما دټكټ بوج پرغاړه اخستى واى او دغه وياړ يې افغانستان ته هم وربښلى واى.

سهار: د فلم د كردار په اړه كه يوڅه راته ووايئ؟

مقصودي: زه دفلم مركزي كردار وم، 41 كلن ځوان وم، ځوان خو نشم ورته ويلى، خو خير . ماته يې ويلي و،چې كركټر بايد په ملاكړوپ، ږيره يې بې وخته سپينه او د سرويښتان يې توى شوي وي، مخ يې ګونځې او حركتونه يې د (Un normal ) كس و اوسي. دغه كركټر په يوه فرانسوۍ لېسه كې ښوونكى دى، د ژوندانه د ستونزو له امله يې لا تراوسه واده هم نه وي كړى، د خواريو له امله دده ځواني اوبه شوېده.

سهار:د كونډې زوى، نوي كور نوي ژوند او نيلوپر درباران پرته، تاسو په كومو نورو فلمونو ، ياډرامو كې برخه اخستې ده؟

مقصودي: تاسو ته ما مخكې وويل، چې 20-25 كله كيږي، هنر ته راغلى يم. زما يوفلم "تنكۍ هڅې " نوميږي، بل " عزت" دى،بل "زهر" ، چې په دغه فلم كې زه د يوه پوډري په څېره كې راڅرګندېږم، بل " پښېماني" ده، چې په دغه فلم كې له هېواده تښتم او بيا بېرته هېواد ته راستنيږم ، خو په لاره كې پر شوكمارو ورپېښېږم.

سهار: په نوي كور نوي ژوند كې تاسې د رحيمداد رول پر غاړه لرئ او تر ډېره بريده بريالى رول دى، څنګه د رول دې په خپله خوښه واخست او كه نه در وسپارل شو؟

مقصودي:ارواښاد" منان ملګرى" زموږ د ډرامې او ډيالوګ يو وتلى او منلى شخصيت و، خداى دې يې وبښي.دغه نقش ده ماته راوسپاره. د ژوند ترپايه ټول ديالوګونه ده راته ليكل، اوس هم ملګري شته ، چې ډېر ښه ډيالوګونه ليكي، خو منان ملګري بيا ځانګړى سبك درلود. ما مخكې د دلاور رول لوباوه، خو په نيمايي كې رحيمداد شوم. دا ډېر عصبي او په عين حال كې كوميډيك رول دى، كال 12 مياشتې سرونه رخېيي، ترفشار لاندې وي، له ناظر سره هم په شخړه كې وي، په دغه نقش كې له ماسره عملي مطالعې ډېره مرسته كړېده. له هغوى سره نږدې ناست يم، قيچي، ډول او نور كارونه مې يې له نږدې كتلي دي.

سهار: د رحيمداد رول ته څومره تمرين كوئ او كله، چې تمثيل ته ځئ رول يوځلي سرته رسوئ او كه نه لارښوونې او تكرار ته هم اړتيا پېښيږي؟

مقصودي: هو، هو، د نوي كور نوي ژوند ډرامې پروسيجر دادى، چې كله ډرامه ثبتيږي، نو يوه اونۍ مخكې سكرپټونه ( متنونه) ممثلينو ته وركول كيږي، چين دوى يې په كور كې مطالعه كړي، لغات ، جملې يا پاراګرافونه ، ډيالوګونه او صحنې درك او مطالعه كړي. د جمعې په ورځ موږ ثبت كوو، يوه صحنه درې څلورځله اجرا كيږي او ډايركټر، چې څومره غواړي هغومره لارښوونه وركوي. سټوډيو ته تر تګ مخكې يو ضمني مشق كوو او بيا يې اجرا كوو. تر ريكارډ وروسته اېډېټ كيږي ، تر اېډېټ وروسته (Mix) كيږي او بيا تر سي ډي كېدو او(Play back) وروسته لندن ته استول كيږي او خپريږي.

سهار: تاسو، چې كوم رول ترسره كوئ هو به هو يې له كاغذه لولئ او كه نه پر كروتو يې غوړي تاسو ور زياتوئ؟

مقصودي:يقينا، ښه ممثلين لكه فضلي صېب، چې د جبارخان رول لوبوي، وطندوست، چې د ناظر رول لوبوي ، ربيعه ګله ، درخانۍ، صابره يا ګلخان ( جانان) دى، كه غوړي پرې ورزيات نه كړي ، نو كروت به كروت نه شي. زما په نظر ښه ممثل هغه دى، چې د ډايركټر تر ويلو مخكې خپله يوڅه وكړي او ډايركټر خوښه پكې وكړي. البته بايد داهم ووايم، چې الفاظ نه حالتونه.

سهار: له بچيانو سره څنګه يئ، هغوى دې ډرامې اوري او كه نه ؟

مقصودي: زما مېرمن " لينا مقصودي" نوميږي، په ډرامه كې يوڅه نقش راسره لري. زما پر هنر وياړي، چې خاوند يې د بي بي سي په يوه مشهوره ډرامه كې كار كوي. مشر زوى مې څلورنيم كلن دى، امېل نوميږي، كله مې، چې اواز اوري يا فلم ګوري نوبيا شادګل راته وايي. په كوټه كې مې د سريال يو عكس راځړېدلى ، كله كله يې، چې ورپام شي ، نو بيا وايي: دادا! زه ورته وايم، ها! وايي: هغه شادګل ته يي !!( په خندا) . كوچنى زوى مې انګار نوميږي او وړه لور مې " تسله" لا د 20 – 25 ورځو ده.

سهار:د تمثيل او ډرامې يا د فلم د شوټنګ پر مهال سړى له ځينو پېښو سره مخ كيږي، كه يوه خوږ او خندوونكې خاطره راته ووايئ؟

مقصودي:ډېرې دي، هنر ټول له خاطرو ډك وي. د كونډې زوى په سريال كې پر ما د لېوني ګومان كيږي، سر مې تړلى، پښې مې تړلې او په اصل كې ماته داسې ويل شوي، چې په بوتل كې، چې هرڅه وي شراب دي. زه په روغتون كې پروت يم، خلكو وهلى يم او ماته په بوتل كې دوا راوړي، خو زه يې نه څښم، چې داشراب دي او ګناه لري، ډاكټر راته شله دى، چې دوا ده ګناه نه لري، خو زه يې چېرې منم، همدا ده، چې له بسترې پاڅېږم او په ګوډه پښه ، مات لاس او مات سر په دهلېزونو كې منډې وهم. دلته عام خلك و او كمره په خوندي ځاى كې نصب وه، كله، مې، چې منډه واخسته خلكو چيغې كړې : اُو ناروغ وتښتېد، داڅه خبره ده! هاخوا مې د يو چا له خولې واورېدل، چې "بسته اش كو، زنجيرهاى خوده كنده" ، كله، چې ډايركټر غږ وكړ، چې (Cut) ، زر ځاى پرځاى ودرېدم، خلك حيران دريان شول، چې داڅنګه ناروغ دى!

سهار: د افغانستان او په ځانګړې توګه پښتو تمثيل څنګه ارزوئ، څه بايد وشي، چې هنر وده وكړي او خلك د هنر پر اصلي مفهوم وپوهيږي؟

مقصودي: ډېره ښه پوښتنه ده، بايد دې ته كافي فرصت وركړو، بايد سمينارونه او ګردي مېزونه پرې جوړ شي، افغانستان له فرهنګي فقر سره مخ دى، زموږ واكمنو د فرهنګ او ژبې په برخه كې كار نه دى كړى، تاسو ته پته ده، د اېټاليې د رنسانس په دوره كې يو دم روم وده وكړه، هلته سياسي نوښتونه نه و، كه وو هم ناكام و، هلته فرهنګيان، ليكوالان، شاعران او همدغه ممثلين راپاڅېدل او د ټولنې بڼې ته يې بدلون وركړ. نن سبا رنسانس د اروپا ځلانده دوره ده. نو په دې تاسب كه زموږ دولت او فرهنګيان فرهنګ او كلتور ته ژمن و اوسي، خامخا به يوه پايله ولري. زموږ په ټولنه كې د زده كړې كمى دى، دلته ټوله نيوكه پر دولت ده. نن سبا په نړۍ كې ډيجيټل سستم دى، زموږ هېواد ته هم راغلى، تاسو ولاړشئ تلويزيون ته ، ټول سستم ډيجيټل دى، خو د 100% نه 2% خلك هم نه پوهيږي. دا ولې ؟ داځكه، چې هغوى ته يې شل ورځنى كورس نيولى، په داسې حال كې، چې هغه مياشتو، ربعو او يا كلونو زده كړې ته اړتيا لري. زه د افغانستان د اوسني هنري يا سينمايي حالت ښه نه بولم. ترڅو،چې موږ خپل زلميان له اماتورۍ نه فروفېشنل ته ونه باسو، زما په خيال همغه د انالوګ او ډيجيټل سستم ترمنځ فرق ، چې دى هغه به وي.

سهار: له نوي كور نوي ژوند پرته مو كومې نورې پروژې په مخ كې شته، چې موږ يې ووينو يا يې واورو؟

مقصودي:اميد يې لرم، خو يوڅه ستونزې شته . تر فلم د مخه سناريو مهمه ده، سناريو بايد دفلمي تګلارو ترڅنګ زموږ رسم او دودونه هم په پام كې ونيسي. څو ورځې مخكې مې يو فلم وليد، چې زموږ يو شمېر زلميانو پكي اوږده بالاپوشونه اغوستي ، تورې عينكې يې په سترګو دي، سګرټ او پيپونه يې په خولو كې دي. اوس ته ووايه، چې زموږ د ټولنې په كومه برخه كې دغسې تراكم دى.زه په دغسې فلمونو كې نشم راڅرګندېدلى، زه اصلا درواغ نشم ويلاى ، زما ټول عمر په دې كې تېر شو، چې څنګه وكولاى شم د ريالېزم له دريڅې نه حقايق را څرګند كړم او كه زه د حقايقو په څرګنداوي كې وفادار ونه اوسم، كه نن نه وي سبا به مې همدا خپل زوى تر ګرېوان نيسي، چې ښه پلاره ! تا داتحصيل ددې لپاره وكړ، چې درواغ ووايې، ولې دې حقايق نه ويل . زه د خپلې ټولنې په اړه د يوه ډول ژمنتوب احساس كوم.