د چين د بين المللی راډيو د خبر له مخی، د پاکستان صدراعظم شوکت عزيز د اپريل په لومړی نيټه له غرمی
نه وروسته په اسلام اباد کښی له چينی خبريالانو سره د مرکې په وخت کښی وويل چه پاکستان ته د چين د صدراعظم ون جيا باو مسافرت ستر اهميت لری او د دواړو هيوادونو د هراړخيزې دوستۍ او همکارۍ انکشاف پرمخبوزی٠ صدراعظم شوکت عزيز وويل چه د پاکستان او چين ترمنځ دوستی کلک بنسټ لری ، د د دواړو هيوادونو خلک تل يو له بل څخه ملاتړ کوی او يو له بل سره مرسته کوی او د اقتصاد ، تجارت او له تروريزم سره د مجادلې په برخو کښی د دواړو هيوادونو ترمنځ ښه همکارۍ موجوده ده ٠ صدراعظم ون جيا باو به د اپريل له پنځمې نيټې نه تر دوولسمې نيټې پوری پاکستان ، بنګله ديش ، سريلانکې او هند ته رسمی مسافرت وکړی او د اپريل په شپږمه نيټه به په اسلام اباد کښی د أسيا د همکارۍ په باب ديالوګ پوری د خارجه وزيرانو د څلورمې غونډې په افتتاحيه مراسمو کښی برخه واخلی٠