<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2005-04-03 19:00:38    
د بيلا بيلو هېوادونو د بنديخانو په باب معلومات

cri

ګرانو اورېدونکو په نننی پروګرام کی به تاسو ته د بيلا بيلو هېوادونو د بنديخانو په باب څه معلومات وړاندی کړی٠

د بيلا بيلو هېوادونو په زندانونه کی د پوليسو او بنديانو د شمير تناسب بيلا بيل دی٠ په مکسيکو کی دا تناسب يو د دېرشو په مقابل کی او په ځينو هېوادونو کی دغه تناسب د يو په مقابل کی يو ته رسيږی په بله ژبه يو پوليس د يو بندی نظارت کوی٠

په ارجنتاين کی دری بنديخانې شته چه پکی د دوو بنديخانو د پوليسو او بنديانو د شمېر تناسب يو د دوو په مقابل کی او بل يی يو د يو اعشاريه پنځه په مقابل کی دی٠ د نورو هېوادونو د پوليسو په نسبت ، د ارجنتاين په بنديخانو کی پوليسانو که څه هم خاصی روزنی نه دی کړی ، مګر دوی له تجربه لرونکو پوليسو څخه انتخاب شويدی ٠

په بوليويا کی يوازی داسی يوه بنديخانه شته چه پکی د پوليسو او بنديانو د شمېر تناسب يو د يو په مقابل کی دی ٠ خو له دې امله چه پوليسان په دوو ګروپونو ويشل شوی ، نو په سهار او شپه کی د پوليسو او بنديانو د شمېر حقيقی تناسب يو د دوو په مقابل کی دی٠ په بنديخانه کی پوليسان ټول معمولی پوليسان دی او د بوليويا د پوليسی ادارې د مقرراتو لمخی، هر پوليس بايد په بنديخانه کی لږ تر لږه يو کال کار وکړی٠

په کلمبيا کی داسی بنديخانه چه شرايطو يی ډيرسخت دی، تازه دری کاله مخکی جوړه شوی ده٠ په دې هېواد کی لږ تر لږه څلور داسی بنديخانی شته او پکی د پوليسو او د بنديانو د شمېر تناسب پنځه د شپاړسو په مقابل کی يا شپږ د شپاړسو په مقابل کی دی او د بنديخانو پوليسان بايد په پوليسی ښوونځيو کی سخته روزنه وکړی٠

د تيری پېړۍ د نهمې لسيزې راهيسی په ايتاليه کی د سختو شرايطو لرونکی بنديخانی لغوه شوی دی، خود دې هېواد په اتياوو بنديخانو کی د نظارت سختی سيمې او لوړی امنيتی سيمې شته چه په داسی خاصو سيمو کی د پوليسو او د بنديانو د شمير تناسب يو د يو په مقابل کی دی ٠ په دې هېواد کی په بنديخانو کی پوليسان په خلاص ډول انتخابيږی٠

د هسپانيی په بنديخانو کی سخت شرايط نه دی ټاکل شوی ٠ د تيری پيړۍ د اتمی لسيزی نه وروسته په دې هېواد کی جوړو شويو ټولو بنديخانو د خطرناکو بنديانو د بندي کيدو شرايط ټاکلی او کار کوونکی يی بايد د امتحان څخه د بريالی وتلو نه وروسته په ازمايښتی ډول په کار ﻻس پوری کړی ٠

په کانادا کی هم د سختو شرايطو لرونکی بنديخانی نشته او په دغو بنديخانو کی هر پوليس په معمولی ډول د دوو بنديانو نظارت کوی خو دوی بايد لومړی د ليساينس علمی درجه تر ﻻسه کړی٠