<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2005-04-03 19:18:39    
خپله ژبه (١)

cri

د انګلستان مشهور ليکونکی کارلايل وايی : که مونږ مجبور شوو چه يا هندوستان نورو ته پريږدو او شکسپير زمونږ وی يا شکسپير د بل چا شی او هندوستان زمونږ وی ، موږ شکسپير له هندوستان څخه غوره او مهم ګڼو .

دا خبره يو انګليس په هغه وخت کی کوی چه هند او پکستان دواړه يو مملکت و . سړی چه اوس يوازی هند په نظر کی ونيسی او له نورو ملکونو سره يی مقايسه کوی نو دغه مملکت په هر لحاظ يو لوی مملکت دی او ډير لوی قيمت لری .

کارلايل چه دا خبره کوله د هندوستان ثروت او وسعت ورته ډير ښه معلوم و او پهدی پوهيده چه په هندوستان کی لکه ټاګور او اقبال ښه ښه شاعران هم شته او د هندوستان پخوانی شاعران هم په شعر او ادب کی کم شهرت نلری .

سره له دغې خبرې او سره له دی چه انګليس يو خونسرد ملت دی او د شعر د ادب په مقابل کی فرانسويانو غوندی نه دی بيا هم دغه ثروت پسند خلق هندوستان له شکسپير نه ښکته ګڼی اوخپل هغه سړی ځه خپلې ژبې ته يی ادبی او عرفانی خدمت کړيدی لهيوه ډير لوی مملکت سرهنه برابروی .

هر کله چه د ژبې يو اديب او ليکونکی د يوه انګليس په نظر کی د غومره ارزښت لری نه ووايه چه انګليسی ژبه به د کارلايل په نظر څومره اهميت لری ؟

فرانسويان چه خپلې ژبې او خپل شعر د ادب ته زيات متوجه دی دهغوی په نزد به يی قدر او قيمت څومره زيات وی ؟

هغوی پريږدی او ايران ته راشی چه فردوسی ، سعدی او حافظ هلته څه قيمت لری او په څه نظر ورته ګوری ؟ همدارنګه عربو ته وګوری چه خپله ژبه څنګه ګڼی اونورو ته ولی عجم وايی ؟

که هر ځای ته لاړ شی اوهر چاته لاړ شی دهر چا په نظر کی خپله ژبه او خپل شعر و ادب ډير ستر قيمت لری . که يو انګليس خپل شکسپير پهټول هندوستان نه ورکوی او ايران هم هيڅکله خپل سعدی او خپل فردوسی په شکسپير نه بدلوی .