د سين هوا اژانس د خبر له مخی دچين صدراعظم وين جيا باو به د اپريل له ٥ نه تر١٢نيټې پوری پاکستان ، سری لانکی ، بنګله ديش او هندته رسمی سفر وکړی . په چين کی دنوموړو ٤ هيوادونو لويو سفيرانو څرګنده کړه چه د صدراعظم وين جيا باو سفر به هرومرو د باهمی سياسی اعتماد او اقتصادی همکاری په شمول ټولو ساحوکی د چين او د جنوبی اسيا د ٤ هيوادونو ترمنځ تبادلی پرمخبيايی .
د پاکستان لوی سفير باشير وويل چه د وين جيا باو سفر به د پاکستان او چين په روابطو کی د نوی مرحلی پيل وی او هرومرو به د دواړوهيوادونو ترمنځ د اقتصادی همکاری د زياتی نژديوالی او په هره ساحه کی د دواړو هيوادو د همکاری د روابطو د پياوړتيا سبب وشی .
د هند لوی سفير سوری وويل چه د صدراعظم وين جيا باو سفر دا نښه نښانه ده چه دهند او چين روابط يوی نوی انکشافی مرحلی ته رسيدلی دی او خامخا به د دواړو هيوادونو ترمنځ د همکاری ساحه نوره هم پراخه او باهمی اعتماد يی زيات شی .