<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2005-04-04 17:32:47    
په پسرلی کی د خوبجن حالت د ليری کولو دپاره لاری چاری

cri

ګرانو دوستانو د چينايانو د روغتيا په خپرونه کی به په پسرلی کی د خوبجن حالت د ليری کولو دپاره د لارو په باب په زړه پوری معلومات تاسو ته وړاندی کړو.

پسرلی پو ښکلی فصل دی چی پکی زيات ګلونه غوړيږی .د ناروغی په ضد د خلکو د قابليت د کمښت له امله زيات کسان په پسرلی کی خوبجن ښکاری .نن به مونږ د خوبجن حالت د رامنځته کيدو د علتونو او د خوبجن حالت د ليری کولو په باب معلومات تاسوته وړاندی کړو .

د ډاکترانو په قول دا يو عادی او موقتی پديده ده چی په پسرلی کی زيات خلک خوبجن ښکاری ځکه چی په پسرلی کی هوا بيرته ګرميږی او ډير خلک ستړتيا احستاسوی .د پسرلی په پيل او د ژمی په يخنی کی د هوا حرلات د ټيتوالی په اثر د بدن د حرارت د ساتلو دپاره د خلکو پوستکی وچ ښکاری او له وجود څخه حرارت کم خپريږی .د پسرلی د رارسيدو په موقع کی د هوا حرارت درجه لوړيږی او پوستکو ته د وينو د برابرولو اندازه زياتيږی ، مګر د دماغ دپاره برابر شوی اکسيجن کميږی چی دا د دماغ عادی کارونو ته اغيزه رسوی ،په عين وخت کی په پسرلی کی د خلکو په بدن کی ويتامينونه لږوی ، نو خوبجن حالت رامنځته کيږی چی دا په پسرلی کی د ستړتيا نښه ده .که څه هم ستړتيا ناروغی نه ده ،مګر د خلکو د زده کړی او کار دپاره منفی اغيزه لری مثلأ د زده کوونکو ،کاروکوونکو او موټروانانو دپاره ستړتيا بد کار دی .که خوبجن حالت رامنځته شی ،نو خوب يی زيات نه راځی .د يو تن دپاره هره ورځ ٨ ساعته خوب کول کافی دی ،که د خوب وخت له ټاکلی وخت نه اوږديږی ،ممکنه ده چی د دماغ په قشر کی هيجان کميږی او خوبجن حالت نور هم زياتيږی نو د خوبجن حالت د ليری کولو دپاره د خوب د وخت اوږدوالی ګټور نه دی چی په دی وجه په پسرلی کی خلک بايد د خوبجن حالت د ليری کولو دپاره په وخت خوب وکړی او په وخت راپاڅيږی چی په نتيجه کی يی د خوب کيفيت ښه ساتل کيږی .مګر ماشومان له لويانو نه زيات خوب ته اړتيا لری .که زاړه کسان په شپه کی د ټاکلی وخت دپاره خوب ونه کړی ،نو بايد په غرمه کی يوساعت خوب وکړی .

که خوبجن حالت رامنځته شی ،لازمه نه ده چی درمل وخوړل شی ،ښه به داوی چی خپل غذايی عادت تبديل کړی .په پسرلی کی خلک بايد ځينی خوراکونه لکه پياز ،سبزی او نور نرم خوراکونه وخوری .مګر يخ يا د لوړ حرارت لرونکی خواراکونه مه خوری .د خوبجن حالت د ليری کولودپاره بله طريقه دا ده چی په کور کی د هوا د ګردش دپاره کړکۍ خلاصی کړی .په ژمی کی د هوا د حرارت درجی د ټيټوالی له امله خلک د کړکۍ د بنديدو عادت لری .څرنګه چی د پسرلی په پيل کی د هوا د حرارت درجه لا هم ټيټه ده ،نو زيات شمبر خلک لاهم کړکۍ ټړی .نو په ټړلو کوټو کی د هوا د نه ګردش له امله اکسجن يی کميږی او په دی ډول خوبجن حالت رانځته کيږی ،په دی وجه د کړکۍ خلاصول د تازه هوا د ساتلو دپاره مهم رول لوبوی چی دا نه يوازی د ناروغی د مخنيوی دپاره ګټوری دی بلکه د خوبجن حالت د ليری کولو دپاره هم ښه رول لری.

ډاکتران د روغتيا دپاره لوی لاری چاری معرفی کړی دی چی د ځينو مايعاتو په واسطه چی د بدن دپاره يی ګټوری دی ،خوبجن حالت له منځه ځی او په عين وخت کی د څو دقيقو دپاره ارام دريدل به د بدن د وينو د بهير دپاره ګټور وی .له دی ساده او موثری لاری چاری نه علاوه د غوږونو مښل هم د خلکود خوبجن حالت دپاره ګټه لری ،دغه راز په پسرلی کی د هوا د ګرميدلو په حال کی خلک بايد له کور نه بهر ته ولاړ شی او زيات ورزش کړی مثلأ ورو وروه منډه وهل او په سرعت ځغستل د وينو د بهير د چټکتيا او د ستړتيا د ليری کولو دپاره مهم رول لوبوی ،په عين وخت کی خلک د اونۍ په پای کی د تازه هوا دپاره اطراف ته ولاړ شی او حياتی قوت به تر لاسه کړل .

ډاکتران په تاکيد سره وايی چی خوبجن حالت يوازی د فصلونو د بدلون له امله موقتی حالت دی ،لازم نه دی چی خلک له دی بدلون نه و ويريږی ،يوازی په ټاکلی وخت کی خوب وکړی او په وخت پاځيږی او خپل دغه عادت دی وساتی او مساعد خوراکونه وخوری نو په داسی حال کی به خوبجن حالت د خلکو په زده کړی او کارونو ته ناوړه اغيزه ونه رسوی .