<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2005-04-04 17:46:48    
د پاکستان صدراعظم د پاکستان او چين ترمنځ د دوستانه روابطو لوړه قدردانی وکړه

cri

د پاکستان صدراعظم شوکت عزيز څو ورځی دمخه په اسلام اباد کی د چين د مطبوعاتی ذرايعو سره د ګډی مرکی په ترڅ کی په هراړخيز ډول د پاکستان او چين ترمنځ دوستانه روابط بيان کړل او پاکستان ته د چين د صدراعظم وين جيا باو د راتلونکی سفر او د دواړو هيوادونو ترمنځ د همکاری د ساحی د زياتی پراخولو او د اقتصادی او تجارتی اړيکو د نژدی کولو په باره کی يی خپلی نظريی څرګندی کړې .

د مرکی په ترڅ کی ښاغلی عزيز لومړی د پاکستان او چين ترمنځ د عنعنوی دوستۍ او له چين سره د پاکستانی خلکو د ژورو احساساتو لوړه قدردانی وکړه او و يی ويل چه د پاکستان او چين ترمنځ دوستی پراخ ولسی بنسټ لری . د پاکستان وګړی له چين سره مينه لری او د پاکستان او چين په دوستۍ وياړی . دواړه هيوادونه د سترو نړيوالو موضوعاتو په باره کی ګډ دريځ لری او يو پر بل پوره اعتماد لری او يو د بل ملاتړ کوی .

صدراعظم شوکت عزيز په دی ټينګار وکړ چه د پاکستان او چين روابط د باهمی ګټو او دواړو خواؤ ته د ګټو د رسولو پر اساس ولاړ دي . هغه وويل چه پاکستان به د زړه له کومی د چين د غښتليتوب او بری موندلو څخه خوښی وکړی او تری ګټه به لاس ته راوړی . د پاکستان او چين لپاره دخپل منځی روابطو پرمختيا او پياوړتيا دواړو هيوادونو ته ګټه لری . له ليری او ستراتيژيکی نظره د پاکستان او

چين روابط د نړۍ د سولی او ترقی د تامين په ګټه يوډول روابط دی .

د چين صدراعظم وين جيا باو به د اپريل له ٥ نه تر ١٢ نيټې پوری پاکستان ، بنګله ديش ، سری لانکی اوهند ته رسمی سفر وکړی . په دی هکله ښاغلی عزيز وويل چه هغه د جنوبی اسيا نوموړو ٤ هيوادونو ته د صدراعظم وين جيا باو د سفر له امله ډير خوشحاله دی او له دی څخه د پاکستان او چين ترمنځ ځانګړی دوستانه روابط يو ځل بيا څرګند شوی دی . هغه باور څرګند کړ چه د صدراعظم وين جياباو سفر به هرومرو د پاکستان او چين د روابطو د ټينګتيا او د خپل منځی همکاری د ساحې د پراخوالی سبب وشی .

د صدراعظم شوکت عزيز په قول ، پاکستان ته د چين دصدراعظم وين جيا باو د سفر په موده کی به دواړه خواوې د ذات البينی مناسباتو ، له خپلو ګاونديو هيوادونو سره د پاکستان د روابطو ، سيمه ايزو او بين المللی اوضاعو ، دغه راز د ملګرو ملتونو د موسسی د اصلاح په شمول د يو لړ موضوعاتو په شاوخوا کی د نظرياتو تبادله وکړي او د ژررسيدونکو ګټو په باب د موافقه ليک په شمول څو اسناد به هم لاسليک کړی . د خبر له مخی ، د ژر رسيدونکو ګټو په باب د موافقه ليک سره سم به دواړه هيوادونه په يوه موده کی د مقابلی خوا د يو شمير وارداتی تجارتی شيانو ګمرکی محصولات معاف کړی چه دا به د چين او پاکستان ترمنځ د ازاد تجارت د موافقه ليک د لاسليک لپاره غوره زمينه برابره کړی .

ښاغلی عزيز زياته کړه چه د پاکستان اقتصاد يوی چټکی انکشافی دوری ته داخل شوی دی ، امکان شته چه په روان کال کی به د اقتصاد پرمختيا په سلو کی ٧ ته ورسيږی او د اسيا له هغو لسو اقتصادی هيوادونو اوسيمو څخه وشميرل شی کوم چه اقتصاد يی د چټکی ودی په حال کی دی . دغه راز دننه په پاکستان کی امنيتی حالات د ښه کيدو په لوری انکشاف مومی او له دی نه په پاکستان کی د پانګه اچونی د چاپيريال ښه والی ، د بازارونو پراخوالی او د خلکو د پيرودلو د قوت او توان لوړتيا څرګنديږی .

له چينی خبريالانو سره د مرکی په پای کی صدراعظم شوکت عزيز د خارجی سرمايو د جلبولو په برخه کی د پاکستان د تفوق او غوره والی او په پاکستان کی د چين د پانګه اچوونکو تصديو ته د امتيازاتو په باره کی مفصل معلومات ورکړل او دا هيله يی څرګنده کړه چه په سياسی ، دفاعی او امنيتی ساحو کی د پاکستان او چين ترمنځ د نژدی همکاری روابط د کرنی ، کيمياوی صنايعو او عصری ساينس او تکنالوژۍ ساحو ته پراختيا ومومی . ښاغلی عزيز وويل چه د پاکستان خلک چين دخپل ډير نژدی دوست په توګه بولی او د چين له کمپنو سره د همکارۍ ارزو لری . نو زه هيله لرم چه مخ په زياتيدونکی چينی شرکتونه په پاکستان کی پانګه واچوی .