د سين هوا اژانس د خبر له مخی ، د چين صدراعظم وين جيا باو په دی وروستيو ورځو کی په بيجينګ کی څرګنده کړه چه چين غواړی په مداومه توګه د جنوبی اسيا په شمول له ټولو اسيايی هيوادونو سره نيک ګاونديتوب او دوستی پياوړی کړی او د متقابلو ګټو پر بنا همکاری به نژدی کړی تر څو په ګډه سره د سيمی حتی د نړۍ د سولی او ترقۍ بهير ګړندی کړی .
وين جيا باو د پاکستان د ګډ خبری اژانس د خبريال سره د مرکی په ترڅ کی نوموړی مطالب څرګند کړل . هغه به د اپريل په ٥ نيټه د پاکستان په شمول د جنوبی اسيا ٤ هيوادونو ته په رسمی سفر پيل وکړی .
د چين او پاکستان ترمنځ د روابطو د يادونی په ترڅ کی وين جيا باو وويل چه د چين او پاکستان ترمنځ روابط د وخت او د نړيوالو اوضاعو د بدلون له ازموينی څخه بريالی وتلی دي او په هر حالت او هره ساحه کی د باهمی همکاری غوره روابط ټينګ شوی دي .