<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2005-04-04 21:19:49    
دچين دموټر جوړولو صنعت دبيا جوړونی او سمون مرحلی ته داخل شوی دی .

cri

د څيړنی له هغه راپور څخه چه لږه موده دمخه دچين د تجارتی چارو د وزارت له خوا وړاندی شوی ، څرګنديږی چه که څه هم په دی وروستيو کلونو کښی دچين دموټر جوړولو صنعت په پر له پسی توګه پراخ شوی ،د سيالۍ قوت يی هم لوړ شوی دی ، خو د تصديو عمومی پيمانه لا هم کوچنی ده .دننه په چين کښی دموټرونو دبازارونو دتنظيم او تعديل سره سره دچين د موټر جوړولو صنعت دبيا جوړونی او سمون مرحلی ته داخل شوی دی .

په وروستيو کلونو کښی دچين د اقتصاد دودی او د خلکو دژوندانه دسويی د لوړتيا په نتيجه کښی دموټرونو په مقابل کښی د خلکو اړتياوی ډيری زياتی شوی ،دموټرونو په صنعت کښی پانګه اچونه په مسلسل ډول زياته او دموټر جوړولو تصدۍ هم په پر له پسی ډول زياتی شوی دی ، په نړۍ کښی د موټر جوړولو زياتو تصديو په چين کښی لا زياتی پانګی اچولی دی .خو دتيرکال دنيمايی نه راهيسی دچين دموټرونو د بازارونو اړتياوی ، په تيره بيا د موټرونو اړتياوی د کموالی په حال کښی دی ، حتی داسی حالت را منځ ته شوی دی چه تهيه له اړتياوو څخه زياته ده . د احصائيی له مخی تير کال په چين کښی د موټرونو دتوليدولو او خرڅولو اندازه په جلا جلا توګه له پنځو مليونو عرادو څخه اوښتی ده چه په دی جمله کښی کړندی موټرونه نيمه برخه ونيوله .

دچين د ماشين جوړولو د صنعت داتحاديی مرستيال جانګ سياو يو وويل چه د

بازاری چاپيريال دبدلون په نتيجه کښی به حتما دموټر جوړولو د صنعت د جوړښت

ستر تنظيمات را منځ ته شی . هغه وويل لومړی بين المللی چاپيريال بدل شو ی دی .دروان کا ل له پيل نه په چين کښی دموټرونو د وارداتو جوازنامه فسح

شوی ده ، دموټر جوړولو مخ په زياتيدونکی خارجی فابريکی به دچين د موټرونو د بازارونو په سيالۍ کښی ګډون وکړی . دوهم له دی کبله چه دموټر جوړولو د صنعت دچټک انکشاف په نتيجه کښی د توليدی طاقت پراخوالی را منځ ته شوی او همدا رازداسی حالت هم را منځ ته شوی دی چه دموټرونوتهيه له اړتياو څخه زياته ده .په داسی حال کښی د نرخونو او نويو توليداتو سيالۍ دبازارونو عمده څرګندوی

د ی. د پانګو دکمښت دپاره تصدی بايد خپله پيمانه پراخه کړی ،په دی ډول د تصديو ترمنځ اتحاد او بيا جوړونه چټکه شی .

اوس په چين کښی دموټر جوړولوڅه دپاسه سل تصدۍ موجودی دی . دچين دموټرونود صنعت دټولنی داحصائيی له مخی په ٢٠٠٤ کال کښی د موټر جوړولود لسوتصديو له خوا د توليدولو او خرڅولو اندازه په ټول هيواد کښی په سلو کښی اتيا برخه ونيوله ،خو د زياترو تصديو توليدی اندازی ټيټی دی او د ځينو تصديو توليدی اندازی يوازی لس ګونو زروعراده موټرونو ته رسيږی .

دموټرونو د صنعت د بيا جوړونی د تشويقولو دپاره دچين حکومت په دی وروستيو وختونو کښی دموټرونو د صنعت د انکشاف په باب نوی پاليسی اعلام کړه ، د موټرونو د تصديو ملاتړ به وکړی چه دجايدادونو د بيا جوړونی په شکل سره دلويو تصديو ډلی ته پراختيا ورکړی او يا دتصديو اتحاد به جوړ کړی ، څو چه د تصديو موثريت او ګټی لوړی شی . هغو تصديو ته چه توليدات يی په داخلی

بازارونو کښی په سلو کښی پنځلس برخه نيولی ، حکومت به دپاليسۍله نظره

دوی ته امتيازات ورکړی .

د بيجينګ د هياندای په نامه دموټرونو دډلی شرکت يوه داسی تصدۍ ده چه دوه کاله تاريخ لری او د دچين او دکوريا د جمهوريت له خوا په ګډه پانګه جوړه شوی ده ، اوس هر کال يو لکه پنځوس زره عراده موټرونه توليدوی .د نوموړی شرکت اداره کوونکی ښاغلی سون ځينګ جه وويل چه اوس دوی دځينو تدبيرونو په نيولو سره په فعاله توګه دبيا جوړونی له فشارونو سره مقابله کوی .هغه وويل ( اواز ) دپيمانی له لحاظه زمونږد تصدۍ او د لويوتصديو تر منځ يوه فاصله موجوده ده . مونږ چمتو يو چه په پر له پسی ډول د تصدۍ پيمانه پراخه کړو .د پلان له مخی به د روان کال د می او جون په مياشتو کښی زمونږدموټرونو توليدی اندازه دری لکو عرادو ته ورسيږی ،د اټکل له مخی به تر ٢٠٠٨ کاله پوری زمونږ توليدی اندازه شپږ لکو عرادو موټرونو ته لوړه شی. د پلورلو په برخه کښی مونږ چمتو دی چه هر کال يو نوی موډل موټر توليد کړو .څو چه په بازارونو کښی زمونږ د توليداتو دسيالۍ قوت لوړ کړی .

دکار پوهانو دإټکل له مخی دسيالی له لاری په چين کښی د موټر جوړولو هغه زياتره تصدۍ به له بازارونو څخه ووځی او يا لويو تصديو ته به داخل شی کوم چه پيمانه يی کوچنی ده او تخنيکی قوت يی ضعيف دی ،.دچين د موټرونو په صنعت کښی به څو داسی لويی تصدۍ را منځ ته شی کوم چه توليدی پيمانه به يی لويه وی ،دتخنيکی بهره بردادۍ طاقت به نسبتا قوی وی او توليدات به يی په مسلسله توګه دوام ومومی او بالاخره به ددوی له خوا د چين دموټرونو زياتره بازارونه کنترول شی .