د سين هوا اژانس د خبر له مخی، د چين خارجه وزير لی جاو شينګ د اپريل په څلورمه نيټه په کابل کښی ٌ د افغانستان د انکشاف په باب د دريم فورم په افتتاحيه مراسمو کښی وويل چه چين د افغانستان د اقتصاد له انکشاف څخه فعال ملاتړ کوی٠
خارجه وزير لی جاو شينګ دی ته اشاره وکړه چه د افغانستان دپاره ثابت کورنی چاپيريال، بشپړ دولتی ارګانونه، له شاوخوا هيوادونو سره ښې همکارۍ او دوامدرې بين المللی مرستې په کار دی٠ هغه دا څرګنده کړه چه چين غواړی چه د افغانسان دوامداره سوله او ارامتيا ووينی ، د ثبات د ساتلو دپاره د افغانستان د حکومت له ټولو کوششونو څخه ملاتړ وکړی او د افغانستان د حکومت له بيلا بيلو څانګو سره دوستانه تګ راتګ او همکاری وکړی٠ اوس د چين حکومت په فعاله توګه له افغانستان سره د يو سلو پنځوسو مليونو امريکايی ډالرو په اندازه د مرستې کولو په باب وعده پوره کوی٠
په همدې ورځ لی جاو شينګ د افغانستان د جمهوری رياست له دوو مرستيالانو سره هم د پيژند ګلوۍ کتنه وکړه ٠