د چين د بين المللی راډيو د خبر له مخی، د چين د روزنې وزارت او د پاکستان د عصری ژبو پوهنتون د اپريل په څلورمه نيټه په اسلام اباد کی دا موافقه ليک ﻻسليک کړ چه په ګډه توګه به په اسلام اباد کی د کانفوسيوس پوهنتون جوړ کړی او په همدې ورځ دواړو خواوو د پوهنځی د لوحی ځوړندولو مراسم جوړ کړ٠
د چين د روزنې د وزارت د بين المللی ادارې رئيس څاو ګو شنګ د ﻻسليک په مراسمو کی وويل چه د کانفوسيوس د پوهنځی جوړول نه يوازی د روزنې يوه تبادله ده، بلکی د دواړو هېوادونو د خلکو ترمنځ د تفاهم او دوستی پياوړی شی٠ د پاکستان د عصری ژبو د پوهنتون رئيس عزيز خان وويل چه د دې عمل په اثر به د دواړو هېوادونو تر منځ عنعنوی دوستانه مناسبات نور هم زيات نژدی شی٠