<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2005-04-05 11:47:37    
د هيواد د بيا ودانولو په کارونو کې بايد د خاوند په توګه د افغانستان رول ته د احترام په سترګه وکتل شي

cri

بينالمللي ټولنه بايد خپلې ژمنې ترسره کړي او په مداومه توګه افغانستان ته مرستې ورکړي ، په عين وخت کې هم بايد د هيواد د بيا ابادولو په بهير کې د افغانستان خوداختيارحق ته د احترام په سترګه وګوري ٠

د چين بينالمللي راډيو—د افغانستان د پرمختګ په باب دريم فورم چې درې ورځې دوام لري د اپريل په ٤ نيټه د افغانستان په مرکز کابل کې پيل شو٠ د عامه افکارو په نظر په تيرو کلونو کې د افغانستان د بيا رغونې په کارونو کې ځيني موفقيتونه ترﻻسه شوي دي .، مګر د افغانستان په وړاندې زياتې ستونزې لا هم موجودی دي ٠د دغو ستونزو او مشکلاتو د ليري کولو دپاره بينالمللي ټولنه بايد خپلې ژمنې ترسره کړي او په مداومه توګه افغانستان ته مرستې ورکړي ، په عين وخت کې هم بايد د هيواد د بيا ابادولو په بهير کې د افغانستان خپلواک حق ته د احترام په سترګه وکتل شي ٠

د افغانستان د پرمختګ په باب فورم د افغانستان د حکومت لخوا د ٢٠٠٣ کال له پيل په هرکال کې يو ځل جوړيږي او پکې په عمده توګه د جګړې نه وروسته د افغانستان د بيا رغونې پر مسئلو باندې بحث کيږي ٠د افغانستان جمهوررئيس حامد کرزي ، د بهرنيو چارو وزير عبدالله عبدالله او د نورو هغو شل ګونو هيوادونو او بينالمللي سازمانونو استازي چې افغانستان ته يی د مرستو ژمنی کړې دي په اوسني غونډه کې برخه واخيستله ٠د چين د بهرنيو چارو وزير لي جاو سينګ د غونډې د پرانيستلو په مراسمو کې وويل چين د افغانستان څخه ملاتړکوي چې په فعاله توګه خپل اقتصاد ته انکشاف ورکړي ٠ هغه دې ته هم اشاره وکړه چې بينالمللي ټولنه د افغانستان د بيا رغونې سره د مرستی برابرولو دپاره ګډ مسؤليت او ذمه واري لري ٠

د اوسني فورم اصلي موضوع د افغانستان د اقتصاد پرمختګ ته چټکتيا

ورکول دی ٠ له دې موضوع څخه دا څرګند شوی چې د افغانستان حکومت د جګړې نه وروسته د سولې د رامنځته کولو او د اقتصاد د بيا رغونې په بهير کې موفقيتونه ترلاسه کړی دی ٠ په دې غونډه کې به د افغانستان د بيا رغونې په باب د ستراتيجي د تنظيم او د بينالمللي ټولنې لخوا د ورکړو شويو مرستو د معقول ويش او ادارې په اړه موضوعات د ډيری پاملرنی وړ مسئلې دي ٠

په دې وروستيو کلونو کې د بينالمللي ټولنې په مرسته د افغانستان د بيا رغونې په کارونو کې د ليدو وړ موفقيتونه ﻻسته راغلي دي ، لومړي – د تيرکال په پاي کې په افغانستان کې د لومړي ځل دپاره د جمهوري رياست انتخابات ترسره شول او حامد کرزي د جمهوررئيس په توګه انتخاب او د افغانستان حکومت جوړ شو٠ دا د افغانستان د جګړې نه وروسته په سياسی برخه کی د ديموکراسي د تامين او بيا جوړونې په په بهير کې يوه ستره پيښه ده ٠ دوهم – د افغانستان حکومت د هيواد د امنيت او استقرار د ساتنې او د مرکزي حکومت د حيثيت د پياوړتيا دپاره د هيواد په بيلابيلو ځايونو کې د محلي وسله والو قواوو د بې وسلې کولو په اقداماتو ﻻس پوري کړی او په ځينو سيمو کې يې د عدلي څانګو د بيا جوړونې کار سرته رسولی دی او ملي اردو يې هم جوړشوی ده ٠ دغه راز د اقتصاد د بيا اعاده کولو او د خلکو د ژوند د ښه کولو په برخه کې يې د خوښۍ وړ برمختګونه کړی دی ٠

مګر د افغانستان حکومت اوس ﻻهم د زياتو ستونزو او چلينجونو سره مخامخ دی ٠ د طالبانو پاتي کسان کله کله په ځينو ځايونو کې تروريستي کړه وړه رامنځته کوي او د هيواد د بيا رغونې په بهير کې خنډونه اچوي چې له دې امله د افغانستان په کليوالي سيمو کې اقتصاد ډير وروسته پاتې ښکاري ٠ علاوه پر دې د بيا رغونې

دپاره د افغانستان حکومت د بينالمللي ټولنې زياتو مرستو او پيسو ته اړتيا لري ، خو حکومت د دغو پانګو د اداره کولو حق نه لري چې په دې اثر د افغانمسان د بيا رغونې په کارونو کې چټک پرمختګ نه دی رامنځته شوی ٠

اوس د افغانستان د بيا رغونې کارونه په يوه حساسه موقع کې دی د افغانستان د بيا رغونې او پرمختګ د چټکوالی دپاره له يوې خوا بينالمللي ټولنه بايد په مداومه توګه ور ته مرستی برابرې کړي او له بلې خوا بينالمللي ټولنه بايد د افغانستان خپواک حق ته د احترام په سترګه وګوري او پريږدي چې د افغانستان حکومت او خلک د خپل هيواد د بيا جوړونې په بهير کې د هېواد د څښتنانو په توګه خپل رول ولوبوي ٠