د سين هوا اژانس د خبر له مخی ، د اپريل په ٥ نيټه د پاکستان عمده ؤ ورځپاڼوپه خپلو لومړنيو مخونو کی هغه هيواد ته د چين د صدراعظم وين جيا باو د هغه دری ورځنی سفر په باب چه په همدی ورځ پيل شوی ، خبرونه نشر کړل او دا يی څرګنده کړه چه دغه سفر به په څو طبقو کی د چين او پاکستان ترمنځ عنعنوی او دوستانه روابط يوی نوی او لوړی مرحلی ته ورسوی .
د خبر له مخی د سفر په موده کی به چين او پاکستان څو موافقه ليکونه لاسليک کړی ترڅو د دواړو هيوادونو ترمنځ د اقتصادی او تجارتی همکارۍ ساحی پراخی کړی او په دفاعی ساحه کی به خپل منځی ستراتيژيکی روابط پياوړی کړی . علاوه پر دی به وين جيا باو په ٦ نيټه په اسلام اباد کی د اسيا د همکارۍ د ديالوګ په هکله د خارجه وزيرانو د ٤ می غونډی د پرانستلو په مراسمو کی مهمه وينا وکړی .