<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2005-04-05 18:02:41    
د چين لامبو وهونکی ورزشکاران د ٢٠٠٨ کال د اولمپيک د سپورتی لوبو لپاره په تمريناتو بوخت دي

cri

ګرانو اوريدونکو ، د ورزش او سپورټ نړۍ په نننی پروګرام کی به تر دی عنوان لاندی يو مضمون واوري چه د ٢٠٠٨ د اولمپيک په سپورتی لوبو کی د بری موندلی لپاره د چين د لامبو وهلو د ټيم د روزنی حالات ٠ خوشحاله يو چه نن بيا ستاسو د خوښی او خوشحالی په هيله پدی خپرونه پيل کوو٠د اټن د اولمپيک په سپورتی لوبو کی د چين ورزشکارې لو شوی جيون د سلو مترو په فاصله د چنګښ په شکل د لامبو وهلو په سيالی کی طلايی ميډال تر لاسه کړی دي چه دا د ١٩٩٦ کال نه راهيسی د المپيک په لوبو کي د نوموړی لوبی يوازنی طلايی ميډال و ٠ په ٢٠٠٥ کال کی به د چين لامبو وهونکی ورزشکاران د ٢٠٠٨ کال د المپيک په سپورتی لوبو کی د بری موندلی لپاره يو لړ موثر تدبيرونه ونيسی ، لږه موده د مخه د چين د لامبو وهلو د لوبو د ادارې مرکز مرستيال شانګ شيو تانګ د اولمپيک د راتلونکو لوبو لپاره د تياري نيولو په هکله خبريال ته معلومات ورکړل او و يي ويل چه د چين د لامبو وهلو په ډله کی د فيزيولوژيکی علم ډاکتر وګمرل شو ٠ د ده نوم لويی فان او د بيجينګ د سپورټی پوهنتون يو هنمل دی ، هغه او د ډلی نور شران د ورزشکارانو د روزنی په بهير کی علمي او تخنيکي ميتودونه استعمالوي ٠ هغه د چين د لامبو وهلو ټيم د علمي او تخنيکي څيړنو په باب دری ګروپونه جوړ کړيدی او د هر ګروپ مشرتوب د سپورتي متخصص په غاړه دی او دوه او يا دری کارکوونکی ور سره همکاري کوي چه يو يي د سپورتي اطلاعاتو د راغونډولو دنده لري ، بل ئی د روزنی د نظارت دنده په غاړه لری او يو بل ئی د درملنی دنده تر سره کوي ٠

د ٢٠٠٨ کال د المپيک په سپورتی لوبو کی به د چين د لامبو وهلو د ټيم هدف دا وي

چه ورزشکاران او ورزشکارانې بايد په ګډه کوشش وکړي څو چه د اتن د المپيک له

سپورتی لوبو څخه لا ښه موفقيتونه تر لاسه کړي ٠ د تيری پيړۍ د اتمې لسيزی نه راهيسی د چين د لامبو وهلو د پروګرام په باب د ښځو موفقيتونه تل له سړيو څخه ښه دي ٠ تر يوی اندازی پوری د چين د نارينه وو ورزشکارانو د لامبو وهلو مهارت د نړۍ

د غښتلو ورزشکارانو په نسبت ضعيف دی ، نو دوی بايد د نورو هيوادونو د تجربو څخه ګټی واخلي او خپل اطمينان پياوړی کړي څو چه د نړۍ د لامبو وهلو په لوبه کی مهم مقام ونيسي ٠

اوس په چين کی د لامبو وهلو دری ټيمونه جوړ شوی او په سختو تمريناتو بوخت دي چه د شپيتو لوبغاړو او لسو تنو استازانو په شمول لومړی ټيم يي اوس په بيجينګ کي په متمرکزو تمريناتو لګيا دي ، دوی د اصلی ټيم په توګه به د چين په نماينده ګۍ په راتلونکو لويو نړيوالو مسابقو کي ګډون وکړي ٠

دوهم ټيم چه له شپږو يا اتو استازانو او د دولتی ټيم د هغو دېرشو تنو ورزشکارانو څخه عبارت دي چه اټکل کيږی چه د ٢٠٠٨ کال د المپيک په لوبو کی به د دوی لخوا د ښو موفقيتونو د لاس ته راوړلو امکان هم وي ، په عمده توګه په ځينو ولايتونو او ښارونو کی په روزنه بوخت دی ٠

دريم ټيم يی څه نا څه اته تنه روزونکی او پنځوس تنه ورزشکاران لری چه عمر يی کوچنی دی ٠ له دې امله چه دوی ښه راتلونکی لري ، نو د هيواد د لامبو وهلو د مرکز تر اداری لاندی نيول شويدی ٠ ښاغلي شانګ شيو تانګ وويل چه د دريو ټيمونو غړي بدليدونکي دي او د روزنی په بهير کی د سيالی د موفقيت سره سم تنظيميږي ٠

د اټن د المپيک په سپورتی لوبو کي د ګډون دپاره د چين د لامبو وهلو ټيم د چنګښ په څير د لامبو ، د لنډې فاصلې په واټن د ازادی لامبو او په څو شکلونو د لامبو وهلو په لوبو کي د علمی او تخنيکي څيړنی دری ګروپونه جوړ کړي وو ٠ اوس په منځنی او اوږد په واټن د لامبو وهلو په مسابقو کي د ښو موفقيتونو د تر لاسه کولو دپاره څلورم علمي ګروپ جوړ شويدی ٠

شانګ شيو تانګ وويل چه غښتلي لامبو وهونکي ورزشکاران له هغو کسانو څخه انتخابيږي چه د زړه او سږی عمل ئی بايد ډير قوي وي٠د اروپا او امريکی د ورزشکارانو په نسبت د ونې او قوت له نظره د چين ورزشکاران تفوق نه لری، خو د زړه او سږی عمل يي کمزوری نه دی ٠ د يو بل مثال له مخی د منځني واټن د ځغاستې په لوبه کي د چين ښځينه ورزشکارانې او د ماراتون په لوبه کي د جاپان او د کوريا جمهورريت لوبغاړې نړيواله سويه لری ٠ د ٢٠٠٤ کال د اټن د المپيک په سپورتی لوبو کی د جاپان ورزشکارې د اتو سوو مترو په فاصله د ازادی لامبو وهلو په سيالی کی طلايی ميدال لاس ته راوړی دی او له دې څخه څرګنديږی چه د أسيا لوبغاړی کولای شی د استقامت د فاصلی په پروګرامونو کی ښه موفقيتونه تر لاسه کړي ٠ اوس د چين د لامبو وهلو ټيم د استقامت د فاصلې په لوبو کي د بری موندلو لپاره کوشش کوی ٠

ګرانو اوريدونکو ، د ورزش او سپورټی نړۍ خپرونه په همدی ځای پای ته ورسيده چه زمونږ دغه پروګرام مو خوښ شويدی ٠