

جوزه يا يو ډول بولاني د چين د وګړو په تيره بيا د شمالي چين د خلکو يوه ډيره ښکلي مړي او خوندره غذا ګڼل کيږي ٠ په چين کې هرکال د پسرلني جشن په ورځ کې په هره کورني کې جوزه د ډوډۍ پر ميز باندې ډير مهم ځاي نيسي ، خصوصأ د شمالي چين په کليو کې د دي جشن د رارسيو د لومړي ورځي په سهار کې د هرې کرنې ټول غړي دي سره يو ځاي جوزه جوړوي او د پخولو نه وروسته سره يو چاي هغه وخوري ٠ نو تر يوي اندازي پورې ويل کيږي چين جوزه د پسرلني جشن نښه نښانه ده ٠ جوزه ځګه په چين کې ډير رواج لري ، يو مهم علت يي دا دي چه په چين کې د جوزه په نامه خوراک يو لوي او پخواني تاريخ لري ٠ د معلوماتو له مخې د چين په تاريخ کې هان د درو سلطنتو په دوره کې ( له ٢٢٠ تر ٢٨٠ مسيحي ) د جوزه ذکر د ( واي ) د سلطنت ليکوالونو په خپلو کتابونو کې کړي دي ٠ په ١٩٦٨ کال کې کله چه خلکو د ټان د کهول کبر کينده ، نو هغو په پخوانيو اثارو کې جوزه لاس ته راوړل ٠ د هغه وخت د جوزه شکل د ننني شکل په شان وو ٠ جوزه لکه بلاني د اوړو نه تياريږي او په منځ کې يي نور شيان وي ٠ مدمنځ شيان يي ډولونه لري ، کيداي شي چه په منځ کې د غوښې ، د درياب ، بادرنګ ، کب ، پوذکي ، سره بانجن او هر قسم سابه وي ٠ دا هم کيداي شي چه په منځ کې يي هر ډول شيان وي ٠ ځکه چه لکه بولاني د پاسه يي د اوړو پوښ دي ، نو که جوزه وايشل شي ، يا تود شي ، خوند يي نه ورکيږي ، سر بيره پر هغه جوزه خو هر کله پر نرم اور باندې ايشول کيږي يا توديږي ، نو ددي خاطره جوزه هر کله خوندوره او غذايي معيار يي لوړ دي ٠ دغه راز جوزه ډول ډول پخيداي شي ، که د لرګي په لوښي کې تود شي ، نو هغه ته تود جوزه وايي او که په ايشولي اوبو کې پوخ شي ، نو هغه ايشول شوي جوزه بلل کيږي چه دغه ډول جوزه د هر چا له پاره خوښ دي ٠ که په هر کاره کې سور شي بيا يي نو سور شوي جوزه بولي ٠ نو ويل کيږي چه د جوزه تيارول ګران نه دي ٠