<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2005-04-05 18:38:06    
د چين د ګوي جو ولايت په بی وزلو غرنيو سيمو کی د هيلی په نامه ١٠٠٠ ابتدايی ښوونځي جوړ شويدی

cri

د مارچ په ١١ مه نيټه د چين د ګوي جو ولايت د شينګ يی ښار د وي شه علاقه دارۍ د شی شا کلي له جم وجوش څخه ډک و او کليوالو د هيلی په نامه د د پو يون ابتدايی ښوونځی د رسمی جوړيدلو په سندرو او نڅا سره ونمانځه ٠ د نوموړو مراسمو ګډونکوونکی خلک د يوه د اوږد مارش په نامه د تعليمی چارو د مرستی دپاره د يوی ډلې لخوا راغونډی شوی ؤ ٠ تر اوسه پوری د ګوي جو ولايت په بی وزلو غرنيو سيمو کی د هيلی په نامه يو زر ابتدايی ښوونځي جوړ شوي او تر ګټه اخستل کيږی ٠

د اوږد مارش په نامه د تعليمی چارو د پلی کولو فعاليت د چين د ځوانانو او هلکانو د انکشافی صندوق او د باغچې په نامه د هانکانګانو د فعاليت لخوا د پيسو د راغونډيدو لپاره پيل شويدی ٠ د پياده کوونکو د هغې ډلې اوږد مارش چه د هانکانګ شپاړسو تنو او د هيواد د لويې وچې د پنځو تنو لخوا جوړ شوی ، د ٢٠٠٤ کال په اکتوبر کی د جيانګ شی ولايت له روی جين ښار څخه پيل شوی او لس مياشتې به دوام ولري څو چه د لسو ولايتونو په شمول د يو سلو يو ولسواليو څخه له تيريدو نه وروسته اته زره کيلومتره منزل وکړي او د روان کال د اګست په مياشت کي د چين د شمال لويديځې سيمې د وو چي علاقه دارۍ ته ورسيږي چه شپيته کاله دمخه د چين سره اردو په چين باندي د جاپان د تيريو سره د مقابله کولو دپاره رسيدلي وو .

د ګوي جو ولايت د ځوانانو او هلکانو د انکشافی صندوق عمومی منشی دنګ شو

چنګ وويل چه په ١٩٩٠ کال کی د هيلی په نامه د پلان د پيل نه راهيسی ، د ګوي جو په ولايت کی د هغو ماشومانو سره د مرستی لپاره مختلف فعاليتونه تر سره شويدی له زده کړی څخه ليری پاتی شوی وو ٠ د مربوطی احصايی له مخی : اوس د ګوی جو په ولايت کی دهيلی په نامه پلان د تر سره کولو لپاره نژدی دوه سوه مليونه ژن مين بی يونه پيسی راغونډی شويدی او د دغو پيسو واسطه د هيلی په نامه يو زر ابتدايی ښوونځي جوړ شو او د يو لک تنه غريب ماشومان بيا په ښوونځيو کی شامل شويدی ٠ په عين وخت کی د دغو ابتدايی ښوونځيو د جوړيدو لپاره څه دپاسه پنځه سوه تنه ښوونکی هم روزل شوي او په زيات شمير کليوالی ابتدايی ښوونځيو کی کمپوترونه ، ټلويزيونونه او نور تعليمی تاسيسات تر لاسه شويدی چه د هيلی په نامه د پلان لخوا برابر شويدی ٠