د چين دبينالمللي راډيودخبريال د خبر له مخی - د افغانستان د پرمختګ په باب دريم فورم چې درې ورځې دوام لري د اپريل په ٤ نيټه په کابل کې پيل شو٠ د عامه افکارو په نظر په تيرو څوکلونو کې د افغانستان د بيا رغاونې په بهير کې ځيني موفقيتونه ترﻻسه شوي ، مګر لازياتې ستونزې هم موجودې دي ٠ بينالمللي ټولنه بايد دخپلو ژمنوسره سم په مداومه توګه افغانستان ته مرستې ورکړي ،دغه راز هم بايد د هيواد د بيا ابادولو په بهير کې د افغانستان د خپلواکی حق ته د احترام په سترګه وکتل شي ٠
د افغانستان جمهوررئيس حامد کرزي ، د بهرنيو چارو وزير عبدالله عبدالله او د نورو شل ګونو مرسته کوونکو هيوادونو او بينالمللي سازمانونو استازي په اوسني غونډه کې برخه لری ٠د چين د بهرنيو چارو وزير لي جاو سينګ د غونډې د پرانيستلو په مراسمو کې وويل ، چين د افغانستان څخه ملاتړکوي چې په فعاله توګه خپل اقتصاد ته انکشاف ورکړي ٠