د چين د بين المللی راډيو د خبريال د خبر له مخی ، د چين صدراعظم وين جيا باو په محلی وخت د اپريل په ٥ نيټه د غرمی نه وروسته اسلام اباد ته ورسيد او پاکستان ته يی په خپل رسمی سفر پيل وکړ .
اسلام اباد ته د رسيدو نه وروسته وين جيا باو په خپله وينا کی وويل ، چين او پاکستان نژدی او دوستانه ګاوندی هيوادونه دي او د دواړو هيوادونو د حکومتونو او خلکو په ګډو هلوځلو چين او پاکستان د عملونو او تاريخی بدلون له ازموينی څخه بريالی وتلی او په خپل منځ کی يی ژوره دوستۍ ټينګه کړ ی ده . هغه زياته کړه ، تاريخ دا ثابته کړی ده چه د چين او پاکستان ترمنځ دوستی نه يوازی د دواړو هيوادونو او د دواړو هيوادونو د خلکو له ګډی ارزو او اساسی ګټو سره سمون خوری ، بلکی د خپلی سيمی د سولی ، استقرار او ترقۍ لپاره هم ګټوره ده .