د سين هوا اژانس د خبر له مخی : د چين د دولتی شورا صدراعظم ون جيا باو چه اوس پاکستان ته په خپل رسمی سفر بوخت دی ، د روانی مياشتی په پنځمه نيټه ماښام په اسلام أباد کی د پاکستان د صدراعظم شوکت عزيز سره د چين او پاکستان تر منځ د ښه ګاونډيتوب ا وهمکارۍ په باب تړون لاسليک کړ ٠
دواړه خواوی له دې سره موافقه وکړه چه د عنعنوی دوستی او همکارۍ د روابطو پر اساس ، د بين المللی اصولو او په سوله کی د ګډ ژوند د پنځه ګونو اصولو سره سم د دواړو هيوادونو تر منځ د ستراتيژيکی دوستی او همکاری اړيکی په فعاله توګه پياوړي او ټينګی کړي ، يو د بل د خپلواکی ، ملی حاکميت او د خاورو تماميت احترام شي ٠
د نوموړی تړون له مخی دواړو خواوو دا نظريه څرګنده کړه چه په نظامی ، امنيتی او نورو ساحوکی خپل منځی اعتماد او همکارۍ به لا نوره پياوړي شي ٠