د چين د بين المللی راډيو د خبريالانو د خبر له مخی : د پاکستان صدراعظم شوکت عزيز د روانی مياشتی په پنځمه نيټه په اسلام أباد کی د چين د دولتی شورا له صدراعظم ون جيا باو سره چه اوس په پاکستان کی په خپل سفر بوخت دی ، خبرې اترې وکړې او د خبرو اترو نه وروسته يی د چين او پاکستان تر منځ د ښه ګاونډيتوب او همکارۍ په باب تړون او د ذات البينی همکارۍ په اړه يو لړ اسناد لاسليک کړل ٠
د خبرو اترو په ترڅ کی عزيز دا بيا تائيده کړه چه له چين سره ستراتيژيکی همکاری او دوسی د روابطو د دوامداره پراختيا او ټينګتيا د پاکستان د خارجی پاليسی بنسټ دی ٠ هغه پيشنهاد وکړ چه د پاکستان او چين تر منځ د انرژی او ترانسپورت په شمول په زياتو ساحو کی همکاری او تبادله بايد نور هم پياوړي شي ٠
ون جيا باو څرګنده کړه چه چين او پاکستان بايد د ستراتيژيکی همکارۍ او د دوستی د روابطو د نور هم رانژدي کيدو او د سيمه ايزی سولی ، ثبات او سمسورتيا لپاره کوششونه وکړي ٠