<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2005-04-06 18:00:28    
دچين ښځينه صنعتګره چيان يو باو

cri

چيان يو باو د ختيځ چين د جانګ سو ولايت يوه بزګره وه .د څه دپاسه لسو کالو نه راهيسی ددی د زيارونو په اثر د ګلدوزی يوه کليوالی کوچنی فابريکه په يوه لوی صنعتی ګروپ بدله شوی او د خپل کلی ټول بزګران بډای شوی دی ، نو چيان يو باو دچين د بزګرو صنعتګرانو څخه يو برجسته نماينده ده .

دتيری پيړۍ د اوومی لسيزی په سر د جانګ سو ولايت د چان شو ښار په لاو بان کلی کښی دګلدوزی يوه وړوکی فابريکه جوړه شوه چه پکښی يوازی اته ښځينه کارګرانی وی او مشره يی چيان يو باو نوميده . څرنګه چه دګلدوزی توليدی اندازه لږه وه ، نو چيان يو باو هره مياشت دسوجو ښار د کلی ګنډلو له دولتی فابريکی نه چه له کلی سره زياته فاصله نه لری ، يوه اندزه ټوګران اخيستل او کالی او روجايی يی ګنډل څو چه دپروسيس کولو پيسی تر لاسه کړی .ددوی فابريکی په تدريجی توګه ځينی ثابت معاملات درلودل اوځينی تجربی يی هم راغونډی کړی ، خو د کارګرو عايدات يی لا هم لږ وو . چيان يو باو په دی پوه شوه چه فابريکه که پرمختګ غواړی ، نو بايد دخپلو توليداتو غوره مارک ايجاد کړی ،هغی وويل چه مونږ په ١٩٨٩ کال کښی دمونلان نومی مارک جوړکړ .زمونږ د هر محصول کيفيت ته په ډيره درنه سترګه ګورو ، نوزمونږ دمحصولاتو کيفيت هميشته ښه دی .

دچيان يوباو د خپلی فابريکی محصولات د کټ دلوازمو په توليدولو ټاکلی دی ځکه چه هغه وخت په چين کښی د کټ د لوازمود توليدولو فابريکی ډيری لږی وی

، خو چيان يو باو دا نظر درلود چه دخلکو دژوندانه سويی په لوړيدو سره به د کټ لوازم ښه بازار ولری .

لکه څنګه چه چيان يو باو پيشبينی کړی چه دچين د اقتصاد په انکشاف سره دژوندانه سويی ته دمصرف کوونکو غوښتنه مخ په لوړيدوده اود کټ دلوازمو بازاری احتياج هم په پر له پسی توګه زياتيږی .چيان يو باو او کارګرو له يوی خوا بازاری تحقيقات سرته ورسول او له بلی خوا يی خارجی مترقی تکنالوژی ښه

زده کړه، دغه راز يی په پر له پسی توګه دتوليداتو جوړښت تعديل کړ او د لوړی ، منځنی او ټيټی بيلا بيلی استهلاکی سويی په مطابق دکټ يو لړ لوازم يی توليد کړل چه د مخ پر زياتيدونکومصرف کوونکو له خوا خوښ شوی دی.

دتايوان زيات شمير سوداګرانو دچين د لويی وچی د بازاری انکشاف ستر امکانات وليدل او هم له چيان يو باو سره يی همکاری وکړه .چيان يو باو هم ددی فرصت څخه په استفادی سره د مونلان مارک دتوليداتو کيفيت لوړکړ ، توليدی پيمانه يی پراخه کړه او په خارج کښی يی بازارونه پيدا کړل . په دی وروستيوکلونوکښی دوی دتايوان له سوداګرانوڅخه د ٣٠ مليونو امريکايی ډالرو سرمايو په راجلبولو سره د نويو توليداتو دجوړولودپاره د نوی تکنالوژی داستعمالولو مرکز او د ټوکرانو د رنګولو فابريکه جوړه کړه او ځينی ښه کيفيت لرونکی ټوکران يی توليد کړل چه په عمده ټوګه جاپان ته صادريږی .علاوه پردی دمونلان شرکت هم په امريکا کښی دمونلان تجارتی شرکت ثبت کړی دی . اوس دمونلان شرکت توليداتو په بين المللی بازار کښی ښه ځای نيولی دی .دچيان يو باو ترلارښوونی لاندی پخوانی اته کسيزه کارخانه نن دچين په مشهور مونلان

صنعتی ګروپ چه څه دپاسه١٢٠٠ تنه کارګران لری، بدله شوی ده

چيان يو باو شتمنه شوی ده ،خو دخپل اجدادی کور کليوالان يی نه دی هير کړی ،هغی وويل چه پخوا می هميشه فکر کاوه چه د شتمن کيدو نه وروسته به دخپل کلی دپاره ګټور کار وکړم ،څوچه ټول کليوالان شتمن شی .

پخوا لاو بان کلی يو ډير غريب او وروسته پاتی کلی و .شتمن شوی مونلان ګروپ اول په کلي کښی يو لوی پوخ سړک جوړ کړ چه په مستقيم ډول چانشو ښار ته غزيږی ، بيا يی دکلی ټول مځکی په اجاره واخيستلی او د ٣٠ مليونو ژن مين بی يونو په اچولوسره يی دکليوالو دپاره نوی کورونه جوړ او په هرکور کښی يی طبيعی ګاز او تلفون نصب کړل . چياو يو باو د نوی سړک په دواړو غاړو کښی د فابريکی نوی ودانۍ هم جوړی کړی او دکلی نور ټول بزګران يی استخدام کړی څو چه دوی د تخنيکی روزنی نه وروسته په عادی کارګرو بدل شی .

دچيان يوباو دکوشش له برکته دټولو کليوالود شتمن کيدو هدف په تدريجی توګه عملی شوی او د لاو بان کليوالو عايدات په چټکۍ سره زيات شوی دی . او دغه کلی د چيان شو په سيمه کښی نامتو شتمن کلی ګرځيدلی دی .