د چين د بين المللی راډيو د خبريال د خبر له مخی ، خبريال د اپريل په ٦ مه نيټه د چين د بوکس لوبی د ټولنی څخه خبر اخيستی دی چه د بوکس دلوبی ١٣ م نړيوال چامپينشپ به د راتلونکی نوامبر له ٥می نه تر١٤می نيټی پوری د چين په جنوب لويديځ کی د ميان يانګ په ښار کی جوړشی چه دا به لومړی ځل وی چه د نوموړی لوبی په اړه نړيواله سويه لرونکی سيالی په چين کی پرځای جوړيږی .
د بوکس لوبی نړيوال چامپينشپ په هرو دوو کالو کی يو ځل کيږی او د چين په راتلونکی سيالی کی د ګډون لپاره تر اوسه پوری د ٦٢ هيوادونو او سيمو ورزشکارانو خپل نومونه ثبت کړی دي .