<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2005-04-06 18:14:35    
د چين په مکاو کې د خلکو نيکمرغ ژوند

cri

له ١٩٩٩ کال څخه خپل وطن ته د مکاو د بيرته راتګ نه تر اوسه پوري پنځه کاله تير شوي دي ٠ د پنځو کالو نه راهيسي د مکاو د خاصې اداري په سيمه کې اقتصاد دوامداره پرمختيا موندلې او د کار د ګمارلو او د ټولنيز امنيت په برخه کې ستر بدلون رامنځ ته شوي دي ٠
سپينږيري ماو ګوان په شمالي مکاو کې اوسيږې او سږکال اتيا کلن دي ، هغه خبريال ته وويل چه زه په دي اوسيدونکي ناحيه کې له لس کالو نه زيات وخت ژوند کوم ، دلته اوسيدونکي ټولنې زما ژوند ته ډيره پاملرنه کوي ، زه هم غواړم چه په نوموړي ټولنه کې لږ څه خدمت وکړم ٠ زه د خپل اوسني ژوند څخه ډير خوښ يم ٠ د ښاغلي ما ګوان د اوسيدو په ناحيه کې د اوسيدونکو له پاره يو کوچيني پارک تيار شوي څو چه اوسيدونکي په فارغ وخت کې يو له بل سره وګوري او خبرې وکړي ، چکر ووهي او يا ورزش وکړي ٠
په مکاو کې تقريبأ څلور لکه شپيته زره تنه نفوس شته چه په دي جمله کې په سلو کې لس برخه زاړه کسان دي ٠ نو د زړو کسانو مسئله په مکاو کې د ډيرې توجه وړ مسئله ګرزيدلي ده ٠ په دي بهير کې د اوسيدونکو د اساسي سازمان په توګه نوموړي اوسيدونکي ټولنه د اوسيدونکو له خوا په خپله جوړه شوې ده ٠ د معلوماتو له مخې اوس په ټول مکاو کې د اوسيدونکو له پاره داسي ټولنه څه د پاسه شلو ته رسيدلي ده او له دغو ټولنو څخه د اوسيدونکو عمومي ټولنه جوړه شوه ٠ د نوموړي عمومي ټولنې رئيس ښاغلي وو يون سيوان خبريال ته وويل چه د اوسيدونکي ټولنې عمده دنده دا ده چه د اوسيدونکو هوساينه ښه کړي او د مکاو د اوسيدونکو له پاره خدمت وکړي ٠ هغه وويل چه د زړو کسانو د هوساينې ،. روغتيا ،د اوسيدو او د ژوند په باب اړوندې مسئلې د نوموړي ټولنې د پاملرنې وړ مسئلې ګڼل کيږي ٠ مثلأ د نوموړي ټولنې کارکونکي هره ورځ د هغو سپين ږيرو او سپين سرو کور ته ډوډۍ او سبزي استوي ، د کور د پاکولو او د شيانو د اخيستلو په هکله دوي ته مرستي برابروي چه په ځانګړې توګه ژوند کوي او ژوند يي ستونزي لري ٠
د پنځو کالو نه راهيسي د مکاو اقتصاد هم لويه پرمختيا موندلي ده ٠ خپل وطن ته د مکاو د بيرته راتګ نه وروسته مکاو ته راغلي توريستان کال په کال زيات شوي چه زياتره يي د چين له هانګ کانک ، تايوان او لويي وچې نه راغلي دي چه په دي جمله کې د چين له لويي وچې نه د راغلو تورستانو شمير تر ټولو نه زيات شوي دي ٠
خپل وطن ته د مکاو د بيرته راتګ نه د مخه له دي امله چه اقتصاد د زوال کيدو په حال کې و ، د استخداميدو حالت ښه نه و ، نو ټولنيز امنيت نسبتأ خراب ښکاريده٠ په دي هکله د مکاو يو دکاندار چه چن مين نوميږي خبريال ته وويل چه خپل وطن ته د مکاو د بيرته راتګ نه وروسته د مکاو په ټولنيز امنيتي حالت کې ستر بدلون رامنځته شوي دي ٠ پخوا په مکاو کې امنيتي حالت ډير خراب و او د اوسيدونکو ژوند نا ارام و ٠ اوس د مکاو اقتصاد چټکه پرمختيا موندلي ، د استخداميدو ميزان ډير اوچت شوي ، د بي کارانو شمير په لويې اندازې سره کم شوي او زمونږ ژوند هم ډير ښه شوي دي ٠ په مکاو کې د پورتګال اوسيدونکي وو جون مين خبريال ته هم وويل چه د چين لويې وچې ته د مکاو د بيرته راتګ نه وروسته په مکاو کې ستر بدلون رامنځه ته شوي چه لومړي د مکاو په بيلا بيلو برخو کې ډير ښه بدلون تر سترګو کيږي ، دوهم اقتصاد يي چټکه پرمختيا موندلي او دريم چاپيريال يي ډير ښکلي شوي دي ٠ د خپل ژوند د يادولو په وخت کې هغه وويل چه زه له مکاو سره ډيره مينه لرم ، دلته زما ډير دوستان شته ، زه د خاصې اداري پر حکومت باندې اعتماد لرم ، که زه نور پنځوس کاله ژوندو کولي شم ، زه به هم په مکاو کې ژوند وکړم ٠