د چين د بين المللی راډيو د خبريال د خبر له مخی ، د چين صدراعظم وين جيا باو د اپريل په ٦ نيټه څرګنده کړه چه د چين او پاکستان ترمنځ اقتصادی او تجارتی همکاری ډير روښانه او پراخه راتلونکی لری او دواړه هيوادونه بايد سره لاس يو کړی او دواړو خواؤ ته د ګټو رسولو پر بنا د اقتصادی او تجارتی همکارۍ د نوی وضع د رامنځ ته کولو لپاره ګډ کوښښ وکړی .
صدراعظم وين جيا باو په همدی ورځ د چين او پاکستان ترمنځ د تجارتی همکاری په غونډه کی د خپلی وينا په ترڅ کی نوموړی مطالب څرګند کړل . هغه وويل ، چين به د چين او پاکستان ترمنځ د تجارتی معاملاتو جوړښت بهتر کړی ، په زيار سره به د تجارت نابرابری ښه کړی او په پاکستان کی د چين د لا زياتو لويو تصديو د پانګه اچولو لپاره به لوی ګامونه واخلی ترڅو دواړو هيوادونو ته ګټی ورسول شی .