د چين د بين المللی راډيو د خبريال د خبر له مخی ، د پاکستان جمهوررييس مشرف د اپريل د ٦ نيټې په غرمه په اسلام اباد کی د چين له صدراعظم وين جيا باو سره وکتل او دواړو خواؤ د متقابلو ګټو پر بنا د چين او پاکستان ترمنځ د همکاری د زياتی پراختيا او ژورتيا په شمول د ګډی علاقی وړ مسئلو په باره کی د نظرياتو تبادله وکړه .
د ګډی علاقی وړ نړيوالو او سيمه ايزو موضوعاتو د يادونی په ترڅ کی جمهوررييس مشرف وويل ، غالبأ په ټولو مهمو او سترو نړيوالو موضوعاتو کی د پاکستان او چين دريځونه يو شان دی او دواړه خواوی به خپل منځی هماهنګۍ اوهمکاری پياوړی کړی . وين جيا باو څرګنده کړه چه چين د پاکستان او هند ترمنځ د روابطو د پرله پسی ښه والی له امله خوشحاله دی او هيله لری چه دچين دواړه دوستانه ګاوندی هيوادونه په سوله کی د ګډ ژوند د ٥ ګونو اصولو پر اساس د خبرواترو له لاری په سوله ايز ډول د جامو – کشمير د موضوع په شمول ټول اختلافات ليری کړی .