د چين د بين المللی راډيو د خبر له مخی، د چين صدراعظم ون جيا باو د اپريل په اوومه نيټه د پاکستان له لا هور څخه وخوځيد او په پاکستان کښی يی خپل رسمی مسافرت پای ته ورساوه ٠
د مسافرت په موده کښی د پاکستان جمهوررئيس پيروز مشرف او صدراعظم شوکت عزيز په جلا جلا توګه له صدراعظم ون جيا باو سره کتنه وکړه ٠ دواړو خواوو د دوو هيوادونو ترمنځ د همکارۍ د ژورتيا په شمول د يو لړ موضوعاتو په باب د نظرونو تبادله وکړه٠ ون جيا باو په کتنه کښی د ځينو سيمه ايزو او بين المللی موضوعاتو په باب د چين دريځ څرګند کړ او د پاکستان او هند ترمنځ د روابطو د پر له پسی ښه کيدو په مناسبت يی خوښی څرګنده کړه ٠
صدراعظم ون جيا باو پاکستان ته د مسافرت په موده کښی له پاکستانی خوا سره د چين د ولسی جمهوريت او د پاکستان د اسلامی جمهوريت ترمنځ د د نيک ګاونډيتوب او دوستانه همکارۍ د تړون په شمول د دوه اړخيزو همکاريو يو لړ اسناد هم لاسليک کړل او د أسيا د همکارۍ د ديالوګ په اړه د خارجه وزيرانو د څلورمې غونډې په افتتاحيه مراسمو او د چين او پاکستان د تجارتی همکارۍ په باب غونډه کښی برخه واخيستله٠
صدراعظم ون جيا باو به بنګله ديش، سريلانکی او هند ته هم مسافرتونه وکړی٠