د سي ار اې راډيو د خبريال د خبر لمخې د هندي کشمير له مرکز سرينګر څخه دپاکستاني کشمير تر مرکز مطفراباد پوري عمومي بس د رواني مياشتې له وسله والې حملې سره مخامخ شو ، خو له نيک مرغه هيڅ تلفات ندي رامنځته شوی ٠ خو د ځينو مطبوعاتي ذرايعو په قول ممکن دا يوه غير مترقبه پيښه وه ، د نوموړو دواړو مرکزونو ترمنځ د عمومي بس رسمي تګ راتګ په اومه نيټه پيل شو او له دي امله چه وسله والې ډلو څو څو ځله ويلو چه د بس د تګ راتګ مخه ونيسي ، نو د هند حکومت د عمومي سړک په اوږدو کي د مسافرينو د امنيت د تامين دپاره څو زره تنه عسکر ميشته کړيدي ٠