<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2005-04-07 18:21:22    
د دوستی د ژورتيا او د همکارۍ د نژدی والی لپاره يو سفر

cri

د چين د بين المللی راډيو د خبريال د خبر له مخی ، د چين صدراعظم وين جيا باو د اپريل له ٥ نه تر ٧ نيټې پوری پاکستان ته رسمی سفر وکړ . د سفر په موده کی وين جيا باو په ١٧ فعاليتونو کی برخه واخيستله او ويل کيږی چه د نوموړی سفرله برکته په سياسی ، اقتصادی ، تجارتی او داسی نورو ساحو کی د چين او پاکستان ترمنځ د تبادلی او همکارۍ بهير ډير ګړندی شوی دی او دا د دوستی د ژورتيا او د همکارۍ د نژدی والی لپاره يو سفر ګڼل کيږی .

چين او پاکستان د غرونو او اوبو نښلی نژدی ګاونډی هيوادونه دي او په تيره بيا د تيری پيړۍ د پنځمی لسيزی راهيسی د دواړو هيوادونو خلک تل يو د بل ملاتړ کوی او يو له بل سره مرسته کوی .

د پاکستان حکومت د صدراعظم وين جيا باو تازه سفر ته ډير اهميت ورکړی او د پاکستان د خلکو لخوا ورته تود هرکلی وويل شو .

پاکستان ته د وين جيا باو سفر نه يوازی د دواړو هيوادونو ترمنځ عنعنوی دوستانه ژوره کړی ، بلکی يی په څو ساحو کی د باهمی همکاری روابط لا پياوړی کړی دی . د اپريل په ٥ نيټه د پاکستان صدراعظم شوکت عزيز له صدراعظم وين جياباو سره د خبرواترو نه وروسته د چين او پاکستان ترمنځ د نيک ګاونديتوب او دوستانه همکاری تړون لاسليک کړ او په دی توګه د دواړو هيوادونو ترمنځ د هراړخيزی همکارۍ روابط په قانونی شکل ټينګ شوی دی . وين جيا باو دا څرګنده کړه چه دغه تړون د دواړو هيوادونو د روابطو د نژدی کولو

او د ذات البينی روابطو د وده کولو د راتلونکی پلان لپاره ستر اهميت لری او په نوی دوره کی د دوه اړخيزو روابطو د انکشاف د لارښوونی لپاره يو پروګراماتيک سند بلل کيږی . ښاغلی عزيز دا هم څرګنده کړه چه نوموړی تړون د دواړو هيوادونو په روابطو کی د يوی نوی مرحلی پيل دی او له دی نه څرګنديږی چه د چين او پاکستان ترمنځ دوستی يوی نوی او لوړی سويی ته رسيدلی ده . علاوه پر دی چين او پاکستان د سياسی ، اقتصادی او کلتوری ساحو په اړه څو موافقه ليکونه او بادداشتونه هم لاسليک کړی دی .

د چين او پاکستان ترمنځ اقتصادی او تجارتی اړيکی د چين د صدراعظم د تازه سفر يو مهم هدف هم ؤ . د وروستيوڅوکلونو راهيسی د چين او پاکستان ترمنځ اقتصادی او تجارتی روابطو په سالم ډول انکشاف موندلی دی . په ٢٠٠٤ کال کی دواړو هيوادونو ترمنځ تجارتی حجم له ٣ ملياردو امريکايی ډالرو څخه اوښتی دی . صدرعظم وين جيا باو د چين او پاکستان نرمنځ د تجارتی همکاری په غونډه کی د خپلی وينا په ترڅ کی دی ته اشاره وکړه چه د چين او پاکستان ترمنځ د اقتصادی اوتجارتی همکارۍ د ساحی د نوره هم پراخولو په هکله ډير امکانات لاهم شته او دواړه هيوادونه بايد سره لاس يو کړی او دواړو خواؤ ته د ګټو رسولو لپاره د اقتصادی او تجارتی همکاری د نوی وضع د رامنځ ته کولو لپاره دی ګډ کوښښ وکړی . وين جيا باو زياته کړه چه دواړه هيوادونه بايد د موجودی همکارۍ د ټينګتيا پر اساس په پر له پسی ډول د همکارۍ نوی ساحی او طرزالعملونه ولټوی . هغه څرګنده کړه چه اوس چين او پاکستان د ازادی تجارتی سيمی په هکله عملی کيدونکی څيړنه سر ته ورسوله او په رسميت سره يی د نوموړی سيمی د جوړيدو په باب د خبرواترو په بهير پيل وکړ او د چين او

پاکستان ترمنځ د ازادی تجارتی سيمی د ژر رسيدونکو ګټو په خاطر موافقه ليک يی هم لاسليک کړی دی . دغه ټول به د دواړو هيوادونو ترمنځ د اقتصادی او تجارتی همکارۍ د بهير د زيات ګړندی کيدوسبب وشی .

دغه شان د چين صدارعظم وين جيا باو او د پاکستان مشران د ګډی علاقی وړ نړيوالو او سيمه ايزو موضوعاتو په باره کی هم موافقی ته ورسيدل . جمهوررييس مشرف په ٦ نيټه له وين جيا باو سره د کتنی په ترڅ کی وويل چه غالبأ په ټولو مهمو او سترو نړيوالو مسئلو کی د پاکستان او چين دريځونه يو شان دي او د دواړو خواؤ ترمنځ هماهنګی او همکاری به په لا پسی توګه پياوړی شی .

د سفر په پای کی د چين صدراعظم وين جيا باو په لاهور کی د ښاريانو لخوا په جوړه شوی ميلمستيا کی ګډون وکړ چه دا په نوموړی ښار کی د خارجی هيوادونو د محترمو ميلمنو لپاره تر ټولو لوړ تشريفاتی فعاليت ګڼل کيږی . وين جيا باو په نوموړی ميلمستيا کی د خپلی وينا په ترڅ کی وويل چه دواړه هيوادونه بايد د خلکو ترمنځ اړيکی نوره هم پياوړی کړی ترڅو د دوستۍ بنسټ يی کلک او پراخ کړی شی .

د صدراعظم وين جيا باو له تازه سفر نه څرګنديږی چه د چين او پاکستان ترمنځ د نيک ګاونديتوب او دوستانه همکارۍ د تړون په رڼا کی د دواړو هيوادونو ترمنځ د دوستانه همکاری روابط به هرومرو لاپسی ټينګتيا او ژورتيا ومومی .