په ١٨٩٤ ميلادی کال کی د جون مياشتی په ٢٣ نيټه فرانسوی ليبارون پيردی کوبيرتين چه د معاصر المپيک د پلار شهرت يی ترلاسه کړ ، د المپيک د سپورتی لوبو د پرمختګ په غرض د ١٢ هيوادونو له ٧٩ تنو استازيو سره يو ځای د المپيک د بين المللی کميټی د جوړولو پريکړه کړی وه . خو دغه ستر اقدام په هماغه وخت کی د نړيوالود تمسخروړ هدف وګرځيد . امأ د سلو کلونو نه وروسته د المپيک سپورتی لوبی د ټولو نړيوالو د خوشحالۍ اوګډی نمانځنی جشن ګرځيدلی دی او نن ورځ له ٢٠٠ نه زيات هيوادونه او سيمی پکی برخه لری .
د المپيک سپورتی لوبی بشری ټولنی ته يو بی ساری او بريالی خدمت ګڼل کيږی او ستره اغيزه يی د بدنی روزنی او سپورت له چوکاټ څخه پراخه او ليری خپره شوی او په نننی نړۍ کی د سياست ، اقتصاد ، فلسفی ، ثقافت ، هنر او مطبوعاتی ذرايعو په بيلا بيلو ساحو کی يی يو لړ انکار نه منونکی تاثيرات رامنځه ته کړی دی .
په ٢٠٠٨ کال کی د المپيک ٢٩ مه سپورتی لوبی به د چين په مرکز بيجينګ کی جوړی شی . د اولمپيک سپورتی لوبی چه د سلو کلونو د کږليچيو او لوړو ژورو له ازموينی څخه بريالی وتلی دي ، په چين کی چه د نړۍ يو پر پنځمه برخه نفوس لری ، جوړيږی چه د اولمپيک روحيه به په لا پراخه توګه خپره کړی شی او د اولمپيک د سپورتی لوبو په تاريخ کی به يوه نوی پاڼه واړوله شی . نن سبا د دی ستری او بختوری ورځی په رانژدی کيدو سره به مونږ په پر له پسی ډول د المپيک د سپورتی لوبو د انکشافی بهير او تازه معلوماتو په شمول يو لړ معلومات د انټرنيت له لاری ګرانو ليدونکو او لوستونکو ته وړاندی کړو .