<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2005-04-08 18:06:42    
د هندی او پاکستانی کشمير ترمنځ د عمومی سرويس تګ راتګ د هند او پاکستان ترمنځ روابط لا هم نژدی کړيدي.

cri

د چين د بين المللی راډيو د خبر له مخی د اپريل په اومه نيټه د هندی کشمير مرکز سرينګر او د پاکستانی کشمير مرکز مظفرأباد ترمنځ په رسمی توګه ترافيکی لين پرانيستل شو. که څه هم په همدې ورځ په سرويسونو باندی حمله وشوه، خو مسافرين بالاخره خپلو هدفونو ته ورسېدل. دا د شپېتو کلونو نه راهيسی د هندی او پاکستانی کشمير ترمنځ لومړی ځل دی چی ترافيکی تګ راتګپيل شوی او د دواړو هېوادونو ترمنځ د تفاهم په بهير کی يوه ستره لاسته روړنه ده او د خپل منځی روابطو د پرمختګ دپاره زيات اهميت لری.

په همدې ورځ د هند صدر اعظم منموهن سينګ په سرينګر کی د ترافيکی لين د پرانستلو په مراسمو کی وويل چی د دغه ترافيکی لين پرانستل په سوله ايز بهير کی د هند او پاکستان له خوا اوچت شوی لومړی ګام دی د محلی وخت د سهار په يوولسو بجو دوه سرويسونه په وار سره له مظفرأباد او سرينګر څخه د سرحد هغې کرښې ته ورسېدل کوم چی هندی کشمير او پاکستانی کشمير سره نښلوی. مسافرين په خپلو پښو له اصلی کرښې څخه تېر شول او د ګمرګ د ادارې له خوا د تالاشی نه وروسته د متقابلو سرويسونو په واسطه خپلو هدفونو ته ورسېدل.

دا په ١٩٤٧ کال کی د هند او پاکستان د جلا کېدو نه راهيسی د لومړی ځل دپاره په کشمير کی د مسافرينو وړل او راوړل اعاده کېږی. د کشمير مسئله د هند او پاکستان ترمنځ د روابطو د خړپړتيا سرچينه ده. د روان کال د فبروری په شپاړسمه

نيټه هند او پاکستان بالاخره د هندی کشمير او پاکستانی کشمير د مرکزونو ترمنځ د مسافرينو د وړلو راوړلو په باب موافقه وکړه، ور پسی يی په تياری په کارونو پيل او د عمومی سرويسونو د تګ راتګ د پيل کېدو دپاره يی ډېر کوښښ وکړ.

په کشمير کی د عمومی سرويسونه تګ راتګ نه يوازی د اصلی کرښې له خوا د دواړو خواوو جلا شوی او بيلېدونکی سره يو ځای کړی، بلکه د کشمير په هکله د مسئلې په حل و فصل باندی يی مثبته اغېزه اچولی ده. ځکه چی دا د ترافيکی لين پرانستل د دواړو هېوادونو د خلکو د ګډو هيلو څرګندوی دی، د دواړو هېوادونو ترمنځ متقابل اعتماد زيات شوی او د کشمير د مسئلې د حل و فصل دپاره ګټور دی. حتی د کشمير په سيمه کی د سولې عملی کول بيشکه د دواړو هېوادونو د روابطو د پرمختګ دپاره مهم دی. هند په نړۍ کی د يوه لوی او غښتلی هېواد د جوړولو دپاره هڅه کوی، خو د کشمير بحران هند ته زياتی ستونزې رسولی دي. د پاکستان دپاره په کشمير کی خړپړ اوضاع او نظامی مقابله دروند اقتصادی پيټی دی او د کشمير په سيمه کی د سولې تر سره کول به د پاکستان اقتصاد پرمخ بوزی. د هند د تايمز ورځپاڼې د يوې تبصرې په خپرولو سره وويل چی د هندی کشمير او پاکستانی کشمير ترمنځ د ترافيکی لارې په پرانيستلو سره يوازی د خلکو په زړونو کی شکونه او ويرې لری شوی، بلکه د سولې د عملی کېدو په لاره کی د هند او پاکستان کوښښونه يوې ښې نتيجې ته رسېدلی دی.

مګر اوس هند او پاکستان په دې شکمن دی چی أيا دغه ترافيکی لاره به د اوږدې مودې لپاره حتی په دايمی توګه پرانيستل شی که نه. لومړی د امنيت له لحاظه، په عمومی سرويسونو باندی د وسله والو کسانو له خوا حملې به د مسافرينو د وړلو او راوړلو دپاره يو مستقيم خطر وی. دوهم، دا به وکتل شی چی دواړه خواوې

به د کشمير په مسئله کی له څه ډول انعطاف منونکو درځونو څخه کار واخلی. له تاريخی نظره مشکل کار دا دی چی د کشمير په مسئله کی د دواړو هېوادونو درېځونه هماهنګ شی او دواړه خواوې په دي باب لا هم زيات اختلافونه لري، نو د کشمير د مسئلې هراړخيز حل وفصل به لا هم زيات خنډونه موجود وی.

د عامو افکارو په نظر پروا نه لری چی په دايمی توګه د هندی او پاکستانی کشمير ترمنځ د مسافرينو تګ راتګ عملی شی که نه، د سرويسونو نوموړی رسمی تګ راتګ به د دواړو هېوادونو د روابطو دپاره ګټه لری. د پاکستان جمهور رئيس پرويز مشرف به د هند د صدر اعظم منموهن سينګ په بلنه د روانی مياشتې په اوه لسمه نيټه هند ته سفر وکړی او د هند او پاکستان ترمنځ د کرکټ ګرځنده مسابقې به وګوری. سينګ هيله څرګنده کړه چی په هغه وخت کی به د ټولو مسئلو په باب له مشرف سره خبرې اترې وکړی. تحليلونکي دا نظر لری چی د مثبتې او جدی رويې په غوره کولو سره به دواړه هېوادونه لا زياتې مشخصې برياليتوبونه تر لاسه کړي.