

د چين پايتخت بيجنګ نه يوازي د چين سياسي او کلتوري مرکز دی بلکې يو توريستي ښار هم دی ٠ دلته لوي ديوال ، شاهي ماڼۍ او نور زيات ښکلي منظره لرونکي ځايونه شته ، پرته له دې څخه د بيجنګ د هيلۍ کباب فه شمول زيات خاص او ځانګړي مزه دار خوراکونه هم ډير شهرت لري ، که مسافرين وغواړي چې د چين ځانګړي او خاص يادګارونه ، وريښمين کالي واخلي ، يو ځای د تللو وړ دی چې د سيو شوي په نامه واټ ياديږي ٠ دا واټ په بيجنګ کې ډير شهرت لري ، پخوا د سيو شيو د واټ په پنځو سوو مترو اوږ دوالي کې د راز راز شيانو پلورنځي څنک په څنګ پراته وو لږه موده مخکي په دې ځای کې يوه لويه وداني جوړه شوه او ټول پلورنځي په دې نوي وداني کې انتقال شوي دي ، خلک نوموړي نوې وداني ته د نوي سيو شوي پلازه وايي ٠
د سيو شوي په نامه پخواني واټ د بيجنګ په ختيځ کې د خارجي سفارتونو د سيمې په شاوخوا کې يوه کوڅه وه ، د تيرې پيړۍ په اتمه لسيزه کې زيات چينايي سوداګرانو په دې ځای کې ارزن شيان لکه کالي او توريستي يادګارونه پلورل ٠ په هغه وخت کې ډيرو توريستانو او د ديپلوماتانو د کورنيو غړو هم په دې واټ کې شيان پيرودل ، نو له دې امله دا ځای په يو تود بازار بدل شو، څرنګه چې دا بازار په يوه کوڅه کې رامنځته شوه نو خلکو دا بازار د سړک بازار هم باله ، په هغه وخت کې هره ورځ په لسګونو زرو مشتريان د سوداګري دپاره د سيو شوي واټ ته تلل چې په
دې جمله کې په سلو کې اويا خارجيان وو ، سوداګر وانګ ګوچي چې روان کال ٤٠ کلن دی ډير پخوا يې په دې واټ کې يو پلورنځی درلود، خبريال ته وويل څرنګه چې ډير زيات خارجيان دې واټ ته راتلل نو سوداګران مجبور وو چې د ځينو خارجي ژبوځيني ساده کلمې او جملې زده کړې او د بهرنيو مشتريانو سره په خارجي ژبو سوداګري وکړي ، هغه وويل په دې ځای کې زيات سوداګران نه يوازي کولای شي چې په انګليسي ژبه بلکه په روسي ، جاپاني ، کوريايي او نورو بهرنيو ژبو د مختلفو هيوادونو د پيرودونکو سره معامله وکړي ٠
د بيجنګ په ښار کې ډير زيات خلک چې بهرني دوستان هم پکې شامل دي د سيو شوي واټ ته تللي او ځي او د سوداګرانو سره معامله کوي ٠ په دې ځای کې د هرشي بيه د مشورې وړ ده ، ددنمارک زلمي جون ګلاګيس چې اوس په چين کې د انګليسي ژبې درس ورکوي خبريال ته وويل هغه تل سيو شوي واټ ته راځي او هر ځل په دې بازار کې په ټيټه بيه ښه اود خوښۍ وړ شيان اخلي ، هغه وويل زه تل د سيو شوي واټ ته راځم ، د سيو شوي پخواني واټ زما ډير خوښ و ، که څه هم د سيو شوي پخواني واټ دومره ښه چاپيريال نه درلود ، خو په هغه ځای کې د خلکو ترمنځ تاوده احساسات معلوميدل ٠
د پخواني سيو شوي بازار له منځته تللی دی او د هغه پر ځای د سيو شوي يوه نوې پلازه جوړه شوی ده ٠ د سيو شوي واټ ټول پخواني او نوي سوداګرانو په وار سره په دې نوې پلازه کې خپل پلونځي پرانستي دي ، په دې ستره ودانۍ کې خلک د دوبي د لمر د وهلو او په ژمي کې د سختې يخني څخه ځان ژغورلی شي ، چاپيريال يې د پخواني سيو شوي بازار په نسبت ډير ښه شوی دی د سيو شوي نوې پلازه يوه اوه پوړيزه لويه وداني ده چې تر ځمکې ﻻندې دوې طبقې او پر مځکې باندې يې پنځه پوړونه دي ٠
د سيو شوي په نوې پلازه کې د خولۍ نه تر بوټانو پوري هرډول پوښاکونه اخيستل کيږي ، خصوصأ په دې پلازه کې کالي ډير زيات پيداکيږي ، علاوه پر دې په دې پلازه کې د راز راز خوراکونو کوچني رستورانونه هم شته ، که پيرودونکي وږي او تږي شي نو په دغو کوچنيو رستورانونو کې د چين خاص او ځانګړي مزه دار خوراکونه خوړلی شي ٠ ددې پلازې عمومي منيجر چي وي وويل په دې پلازه کې پنځلس سوه پلورنځي شته او مشتريانو ته د خدمت دپاره زياتې اسانتياوي برابريږي ، هغه زياته کړه چې مونږ نيت لرو چې په راتلونکي کې به د ځينو توريستي شرکتونو سره همکاري وکړو او د بهرنيو مسافرينو دپاره يوه توريستي ﻻره پرانيزو ، يعني سياحان وکړای شي چې د چين د مشهور لوي ديوال نه تر سيو شوي پلازې پوري سفر وکړي ٠ سياحان د لوي ديوال د سيل نه وروسته بيا د سيو شوي په پلازه کې د خپلې خوښۍ وړ شيان هم اخيستلی شي
ګرانو دوستانو د بيجنګ د نوي سيو شوي پلازې په باب معلومات تاسو ته وړاندې کړل ٠