<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2005-04-08 18:42:57    
د چين د کلتور د عصری کېدو په بهير کي د شانګهاي ستر رول .

cri

شانګهای د چين دوهم لوی ښار او د څه نا څه سلو کلونو راهيسی تل د چين کلتوری مرکز دی. په تېره بيا د اصلاحاتو او ورخلاصون د پاليسي د تطبيق راهيسی د اقتصاد په پر له پسی پرمختګ سره شانګهای يو ځل بيا د چين د معاصره کلتوری مرکز په حيث ستر رول لوبوي . نن ورځ د داستانونو، ډرامو، فلمی او ټلويزيونی ډرامو موضوعات د پخوانی او نننی شانګهای د خلکو د ژوند څخه سرچينه اخلی.

د يوې نڅاکونکې د وروستی شپې په نامه هغې ډرامې چه په تيره مياشت کي ښودل شوی او عمده رول يي د چين د مشهورې هنرمندې ليو شيو چينګ په غاړه و ، په شانګهای او بېجينګ کی زيات نندارچيان راجلب کړيدي . په دغه ډرامه کی د پخوانی شانګهای د يوې نڅاکونکې افسانوی ژوند ترسيم شويدی .

شانګهای د چين په جنوب ختيځه برخه کی پروت دی چی څه نا څه اتيا کلونه تاريخ لری. د زياتو تاريخی علتونو له امله د تېری پېړۍ په سر کی د شانګهای ځينې سيمې د زياتو لويديځو امپرياليستي هېوادونو لخوا د اجارې په توګه واخيستلې شوی، نو لويديځ کلتور له شانګهای څخه د چين نورو ځايونو ته خپور شو. د نړۍ له مختلفو هېوادونو څخه سوداګران په پخوانی شانګهای کی راغونډ شول اود ساعت تېری دپاره رنګا رنګ ځايونه د پخوانی شانګهای په اخوا ديخوا کی جوړ شول، نو پخوانی شانګهای ختيځ باريس وبلل شو. د بيلا بيلو هېوادونو کلتورونه او دودونه په شانګهای کی راغونډ او خاص محلی کلتور رامنځته شو چی تر اوسه پوری دوام لری.

له دي امله چه په دې نژديو کلونو کی په بيلا بيلو ساحو کي شانګهای ډيره ترقي موندلې ده ، يو وار بيا د نړيوالو د توجه وړ ګرزيدلی دی. په عين وخت کی د پخوانی شانګهای د کلتور څخه بيا يادونه يو ډول نوی تمايل ګرځېدلی دی.

د هانکانګ مشهور دايريکتر چی ګوان جين پنګ نومېږی په کوچنيتوب کی يی په شانګهای کی ژوند کړی دی، هغه د شانګهای د ښځو په هکله يو لړ فلمونه جوړ کړی دي. د مثال په توګه د روان لين يو په نامه يو فلم چی د تېرې پېړۍ په دريمه لسيزه کی په پخوانی شانګهای کی د يوې نامتو هنرمندې روان لين يو احساساتی ژوند ښودل شوی.د ګوان جين پنګ له خوا په جوړو شويو فلمونو کی د پخوانی شانګهای د کلتوری احساساتو څخه ډکه دي.

په چين کی يوه اصطلاح شته چی وايی په هر ځای کی تکړه او برجسته شخصيتونه روزل کېږی. په تېره بيا د شانګهای ځانګړی او مخصوص تاريخی او کلتوری شرايطو لاندی په نړۍ کی زيات شمېر مشهور هنرمندان روزل شويدی. د مثال په توګه هنرمنده چنګ چونګ چی د کوچينی ګل په نامه فلم کی د عمده رول د لوبولو له امله نامتو شوه، په شانګهای کی وزېږده او ور پسی د زده کړې دپاره امريکې ته ولاړه، اوس د شانګهای او امريکې ترمنځ هميشه تګ راتګ کوی. په تېر کال کی هغې د پخوانی شانګهای د ژوند په هکله د ياسمين په نامه فلم کی عمده رول ولوبوه. هغې خبريالانو ته وويل چی زه د پخوانی شانګهای د ژونديادونه کوم، ځکه چی زه د شانګهای ځانګړی کلتور ډېر خوښوم.

په پخوانی او نننی شانګهای کی ډېر زيات تکړه ښځينه ليکوالانې روزل شويدي، د مثال په توګه جانګ ای لينګ، وانګ ان يی او وی هوی دي. د دوی ګډ خصوصيت دا دی چی د عشق او ژوند په باره کی خپلې خاصې نظريې او د شانګهای د اوسېدونکو رنګا رنګ ژوند څرګندوی.

د دې نژديو کلونو راهيسی له خارجی هېوادونو څخه زيات چينی زده کوونکي د خپل کاری بنسټ په توګه په شانګهای کی اوسېدلی. رسام چنګ يی فی شانګهای ته د بېرته راتګ نه وروسته د پخوانی شانګهای په باره کی دوه په زړه پوری فلمونه جوړ کړيدي، علاو پر دې يی د يی فی په نامه د جامو يو مارک جوړ کړيدی. هغه وويل چی زه خپل اوسنی ژوند ډېر خوښوم او له يو شمېر تازه کارونو سره علاقه او دلچسپی لرم.

د شانګهای معاصره کلتور هم له ودانيو، فيشن جامو او بارونو څخه څرګندېږی. د چين په معاصره کلتوری بهير کی شانګهای ستر رول لوبوی او لوبولی دی.