د سين هوا اژانس د خبر له مخی د چين د صدراعظم مرستيال هوانګ جو په دی وروستيو ورځو کښی د هه بی ولايت د اوسپنيزو لارو او بندرونو څخه د معاينه کولو په وخت کښی په تاکيد سره وويل چه بايد د عاجلو تدابيرو په نيولو سره ترانسپورتی ستونزی لری کړی شی ٠ ترڅو د اقتصادی پرمختيا تقاضاوی او د خلکو د ژوند اړتياوی پوره کړی شی ٠ هغه دا څرګنده کړه چه ترانسپورټ او حمل او نقل د ملی اقتصاد دپاره بنسټ ايز حيثيت لری ٠ په دی وروستيو کلونو کښی د چين د ترانسپورټ او حمل او نقل لياقت اوچت شوی دی چه د مالونو او مسافرينو د وړلو او راوړلو دواړه اندازی په سرعت سره زياتی شوی دی ٠ خو سره له دی بيا هم مخ په زياتيدونکی ترانسپورتی تقاضاوی نه شی رفع کولای ٠
|